قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «muis.gov.sg» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د سينګاپور ښار دارالامان جومات کې د هفته او اتبار(۱۴ او ۱۵ فروردین) په ورځ دا مقابلې پیل کېږي.
مقابله کوونکې به د عمر په درې ګروپونو د ۷ نه تر ۱۲ کالو پورې د قرآن کریم ۳۰ سپارې قرائت او حفظ برخه کې، د ۱۳ نه تر ۱۸ کالو پورې د قرآن کریم لومړۍ پنځه سپارو قرائت او حفظ برخه کې او د ۱۹ نه تر ۲۵ کالو پورې د قرآن کریم لومړۍ سپارې نه تر ۱۰ سپارې قرائت او حفظ برخه کې مقابلې کوي.
د عمر درې واړه ګروپونو د هلکانو او نجلیو برخو نه ګټونکي کسان د اتبار په ورځ د ماسپښین لمانځه نه ورستو د مقابلو تر پای رسیدو مراسمو کې لمانځلې کېږي او جوایز به ترلاسه کوې.
د دې مقابلو ترسره کولو موخه د قرآنی استعدادونه په ګوته کول، د قرآن قرائت او حفظ کولو کلتور ته وده ورکول او د سينګاپور نه د قرآن نړیواله مقابلو لپاره د غړو انتخاب اعلان شوي.
سينګاپور د آسیا په شرق کې یو وړوکې غوندې هیواد دې چې مساحت یی تر ۷۰۰ کيلومتر مربع جوړېږي چې د مالایا جزیره جنوب کې پروت دې او مرکزی ښار یی سينګاپور دې.
http://iqna.ir/fa/news/3484544