IQNA

د حضرت مریم سلام الله علیها نوم ذکر په قرآن کې د فرانسوي ورځپاڼې له بیانه

23:30 - April 08, 2016
د خبر لمبر: 3479950
نړیواله ډله: د فرانس ورځپاڼې «لاکروا» راپور کې لیکې: د حضرت مریم سلام الله علیها نوم په قرآن کې چې د مسلمانانو دینی او سپېڅلې کتاب دې د انجیل نه زیات ذکر شوي دی، او دا بي بي به د مسیحیانو او د مسلمانانو ترمنځه تل تر تله د اړیکو پل وي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الاسلام الیوم ویبپاڼې نه په نقل، دا ورځپاڼه د مسلمانانو له اړخه د حضرت عیسی علیه السلام د مور حضرت مریم سلام الله علیها تکریم او عزت څېړنې په اړه لیکلې: دا بي بي په دواړه دینونو(مسیحیت او اسلام) کې یوه الګو ټاکلې شوي ده.

د فرانس دا ورځپاڼه په ادامه کې لیکلې: مریم په عربۍ ژبه او ماري د اروپا په ژبو کې، د اسلام په دین کې د لوي او ستر مقام لرونکې ده او نوم یی په قرآن کې ۳۴ ځله ذکر شوي چې «عهد جدید»(انجیل) کې د هغې مبارک نوم نه زیات ذکر شوي، همدارنګه د قرآن کریم د نولسم سورت نوم هم د حضرت مریم سلام الله علیها نوم سره اختصاص لري.

موریس برمن، فرانسوي اسلام پوهانده او د عربی- اسلامی مطالعاتو موسسو تېر څېړونکې په دې اړه وایئ: حضرت مریم سلام الله علیها د پیغمبر اسلام صلی الله علیه و آله د دعوت شروع کېدو له وخته مسلمانانو پېژندله، سره د دې چې د دې بي بي د الله تعالی له اړخه د ماشوم زیری او بیا د ماشوم په بیابان کې د کجورې ونې لاندې د زېږېدو او بیا د هغه خلکو ته ښودل او د حضرت عیسی علیه السلام د هغه خلکو له اړخه په حضرت مریم باندې تهمتونو ته له زانګو ځواب ورکولو پورې ټوله کیسه په قرآن کې ذکر شوي ده.

هغه زیاته کړه: قرآن کې بله یوه ښځه هم د حضرت مریم سلام الله علیها غوندې ستر مقام نه لري.

ملاک شبل د دینونو علمونو استاد په دې اړه وایئ: حضرت مریم د خدای د مور عنوان سره مطرح شوي نه ده او د اسلام له نظره حضرت عیسی علیه السلام یو پیغمبر وو چې یو ستر او لوي مقام لري خو ولی خدای نه دی.

دا ورځپاڼه لیکې: قرآن کریم چې کله د حضرت عیسی علیه السلام ذکر کوې نو په دې خبره تاکید کوې چې خدای نه وو، بلکه یو پیغمبر وو چې خلک یی د خپل خدای عبادت ته دعوت کول.

دا ورځپاڼه تاکید کوې: سره د ټولو شخړو بیا هم حضرت مریم سلام الله علیها د مسیحیانو او مسلمانانو ترمنځه د ځمکې ټول بشریت لپاره د سپېڅلتوب سره د الله تعالی د اطاعت لپاره یو لویه الګو ده، او د سولې او آرامښت یو عنصر ده.

دا ورځپاڼه په دې راپور کې د فرانسوي اسلام پوهاند او شرق پوهاند «لویی ماسینیون »(1883-1962) نه نقل کوي چې اعتقاد لري: مریم یو ښه روغه اصطلاح وه چې اسلام د الهي اراده مخامخ خشوع په معنا هغه استعمال کړي.

دا ورځپاڼه خپل راپور د فرانسوي د دیني علمونو پوهانده «جرارد تستارد» په وینا باندې چې حضرت مریم سلام الله علیها یوه اسوه او د وفاداري او ایمان یوه نمونه ټاکې او د همکاري او د سولې او د نفرت او د تاوتریخوالی نه د پرهېز نښه یی ګڼې باندې پایی ته رسولې.

http://iqna.ir/fa/news/3485453

captcha