ایکنا د summary څخه اخیستل شوي راپور کې وائی؛د مالدیو د اسلامي چارو وزارت په وینا، دا هېواد اوس له ۲۸۰ څخه زیات دقرآن حافظان لري او په اوسمهال کې له ۱۵۰۰ نورو کسانو څخه زیاتو د قرآن د حفظ په پروګرام کې ګډون کړی دی.
دغه وزارت له ځایی رسنیو سره په یوه پیغام کې اعلان کړی چې په دې ټاپو وزمه هېواد کې ۲۸۴ کسانو د قرآن حفظ پای ته رسولی دی. The Edition ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ راپور ورکړی چې ډېری یې د قرآن په دولتي مرکز کې او نورو مذهبي ادارو کې روزنه ترلاسه کړې ده.
د مالدیو د اسلامي چارو وزیر، محمد شهیم علي سعید، یادونه وکړه چې تمه کېږي چې ۵۰ نور قرآني حافظان په راتلونکي رمضان کې فارغ التحصیل شي.
هغه هم تایید کړه چې د مالدیو ولسمشر، محمد مویزو، به په رمضان المبارک کې د د اوویشتم په شپه ، د قرآن حافظانو ته جایزې او مېډالونه ورکړي.
دوهمه، حکومت د حافظانو لپاره د میاشتني مرستې، د مالدیو ۲۰۰۰ روپۍ (کابو ۱۳۰ امریکائي ډالر ) څخه ۴۰۰۰ روپیو ته زیاتې کړي چې ورکول ئې پیل شوې دي. پر دې سربیره، حکومت ژمن دی، هغو ماشومانو ته چې قرآن ئې حفظ کړی، د مفرده عمرې د سفر ډالۍ ورکړي.
په مالدیو کې د قرآن حفظ د دیني تعلیم اساسی برخه ګڼل کېږي؛ تېر کال د مالدیو ولسمشر اعلان وکړ چې دولت به د قرآن کریم د ملی مرکز د بیا جوړولو لپاره ځمکه ځانګړې کړي. هغه زیاته کړه چې د دولت موخه د دوو نورو وقفي مرکزونو پراختیا ده چې نومونه ئې «دارالسلام» او «دارالارقام» دي چې د قرآني معارفو په پراختیا کې به مرسته وکړي.
د مالدیو جمهوریت ټاپو وزمه هېواد دی چې نیم ملیون نفوس لري په هند سمندرګی کې واقع دی او پلازمینه ئې ماله دی. د دغه هېواد خلک مالدیوي قوم دی چې د هغوی توکم هندو آریائي دی او د سری لنکا او هند خلکو ته ورته دی. د دې هېواد رسمي مذهب اسلام دی او په عامو ځایونو کې د نورو مذهبونو پیروي منع ده او قانوني تعقیب لري.
https://iqna.ir/fa/news/4308883