قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د قاف قرآنی خبرونو نه په نقل، دا قرآنی د زدکړې دوره له هفته نه د حضرت عباس علمدار علیه السلام د زیارت قرآنی موسسه له اړخه د انګلیس د عربی تکمیلې مدرسو په همکاري سره پيل کېږي.
دا دوره به د دوو اونۍ پورې ادامه لرې چې لومړۍ اونۍ کې د قرآن ښوونکو ښځو لپاره ده او په دویمه اونۍ کې به د قرآن ښوونکو سړو لپاره پیل کېږي.
د راپور له اړخه، دې مختصرې قرآنی دوره کې به د قرآنی علمونو معرفي او د هغې ښودو طریقه، د قرآن تاریخ له نزول نه د چاپ دورې پورې، د قرآن قرائات او د قاریانو شمېر، د قرآن مکی او مدنی سورتونه، ناسخ او منسوخ، محکم او متشابه آیتونه او د آیتونو تفسیر او د قرآن کریم د مفسرانو معرفي وړاندې کېږي.