IQNA

د نیویارک ښاروال: په نیویارک کې د نتانیاهو د نیولو احتمال څېړو

15:38 - July 21, 2026
د خبر لمبر: 3493058
زهران همدانی
ایکنا- د نیویارک مسلمان ښاروال زهران ممداني اعلان کړی چې  د اسرائیلي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د نیویارک ښار د سفر پر مهال د هغه د نیولو قانوني امکان  ارزول کیږی.

د ایکنا د راپور له مخې، زهران ممداني په هغې مرکې کې چې د شنبې په ورځ نیویارک ټایمز ورځپاڼې خپره کړه، وویل چې لا هم له اړوندو چارواکو سره په خبرو بوخت دی، څو معلومه کړي چې ایا د سټمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د غونډې پر مهال د نتانیاهو د نیولو قانوني واک لري او که نه.

د نیویارک ښاروال دغې امریکائي ورځپاڼې ته وویل:هر هغه کار چې قانون ما ته اجازت راکوي په نیویارک ښار کې ئې ترسره کړم، مونږ به ئې وکړو، خو د دې هدف لپاره به خپل ځانګړي قوانین نه جوړوو.

هغه زیاته کړه چې په دې اړه د نیویارک ښار له حقوقي ادارې سره په فعالو خبرو بوخت دی.

ممداني، د هیګ نړیوالې جزایي محکمې ته په اشارې سره، چې د غزې په تړاو ئې د جګړه‌ییزو جرمونو په تور د اسرائیلي رژیم د لومړي وزیر د نیولو حکم صادر کړی، وویل:زه باور لرم چې د اسرائيلي لومړي وزیر نتانیاهو ځای په هیګ کې دی.

هغه همدارنګه ټینګار وکړ:نتانیاهو یو جنګي مجرم دی چې د نړیوالې جزایي محکمې له خوا تورن شوی دی. تاسو به ومومئ چې ډېر خلک همدا باور لري، ځکه د هغه کړنو په تېرو کلونو کې همداسې پایلې رامنځته کړې دي.»

ممداني یادونه وکړه چې تېر کال د خپلې ښاروالۍ د ټاکنیز کمپاین پر مهال یې ویلي وو، که ښاروال شي، د نیویارک پولیسو ته به امر وکړي چې نتانیاهو ونیسي.

هغه زیاته کړه چې دی او د ملګرو ملتونو د حقیقت موندنې یوه کمېشن، په غزه کې د نتانیاهو کړنې نسل‌وژنه ګڼلې او باید  چې  د هیګ محکمې فیصله عملی شي اونتن یاهو هیګ ته وسپارل شي.

https://iqna.ir/fa/news/4364725

captcha