IQNA

د علوي سپېڅلي آستان له لوري د اربعین موکبونو ته د مرستو د وېش پیل

15:26 - July 21, 2026
د خبر لمبر: 3493056
حسینی اربعین
ایکنا- د علوي سپېڅلي آستان ادارې په نجف اشرف کې له ۱۵۰۰ څخه د زیاتو حسیني موکبونو د ملاتړ لپاره د خوراکي توکو او د څښاک د اوبو د وېش بهیر پیل کړی دی.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د علوي سپېڅلي آستان له قوله خپور شوی راغلی دی، د حسیني موکبونو د ملاتړ کمېټې د هغو خدمت‌رسوونکو موکبونو ترمینځ د اړتیا وړ توکو وېش پیل کړی چې د حضرت امام حسین(ع) د اربعین په مراسمو کې برخه اخلي.

د دې پروګرام له مخې، د خوراکي توکو پيکیجونه او د څښاک اوبه د نجف ښار په زاړې برخې او د امیرالمؤمنین حضرت علي(ع) د سپېڅلي حرم شاوخوا سیمو کې مېشتو موکبونو  باندې وېشل کېږي، څو هغوی  په نجف اشرف کې د میلیونونو اربعیني زیارتوالو ته خدمتونه وړاندې کړئ شي.

د حسیني موکبونو د ملاتړ کمېټې مشر، احمد نجم الرکابي، وویل:د هر موکب لپاره ځانګړې شوې ونډه وریجې، غوړي، د رومي بانجانو رب او نور خوراکي توکي شاملوي. همدارنګه د موکبونو د اړتیا وړ د څښاک اوبه هم برابریږي، څو د دې ستر میلیوني زیارت پر مهال د زائرانو د غوره خدمت لپاره د دوی وړتیا نوره هم لوړه شي.»

هغه زیاته کړه چې د حسیني موکبونو د ملاتړ کمېټه د یوه میداني او منظم پلان له مخې د مرستو د وېش بهیر پر مخ وړي، څو ټول هغه موکبونه چې د دې مرستو مستحق دي، ترې برخمن شي. دا اقدام د داوطلبانه او خدماتي فعالیتونو د پیاوړتیا او د حسيني اربعین د هر څه لا باشکوه ترسره کېدو په موخه ترسره کېږي.

https://iqna.ir/fa/news/4364801

captcha