IQNA

د عربستان د ۴۶ نړیوالو قرآني سیالیو جزئیات اعلان شول

13:56 - August 01, 2026
د خبر لمبر: 3493109
قرآن کریم
ایکنا- د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت د «ملک عبدالعزیز» د قرآن کریم د حفظ، تلاوت او تفسیر د ۴۶  نړیوالو سیالیو نوي جزئیات اعلان کړل.

د ایکنا د راپور له مخې چې د «عین» له قوله ئې خپور کړی راغلي دي، دغه سیالۍ به د ۱۴۴۸ هجري قمري د صفرې له ۲۳  څخه د ربیع‌الاول تر ۶  (د زمري د میاشتې  له ۱۶مې څخه تر ۲۸مې) پورې ترسره شي. په روان پړاو کې ۳۳۴ ښځو او نارینه‌وو د ۱۳۳ هېوادونو په استازیتوب نوم‌لیکنه کړې ده.

د ګډونوالو دا شمېر تاریخي ریکارډ ګڼل کېږي او د دغو سیالیو له پیل راهیسې تر ټولو لوړ ګډون بلل شوی دی.

د دې سیالیو موخې د مسلمانانو د اولادونو هڅول چې د قرآن کریم حفظ، تدبر او پوهې ته مخه کړي، د حافظانو ترمنځ د سالمې سیالۍ رامنځته کول، له قرآن سره د نوي نسل اړیکو  پیاوړې کول او د قرآن او د الهي کلام د زده‌کړې په خدمت کې د سعودي عربستان د هڅو څرګندول دي.

د سږني پړاو د جایزو ټولیز ارزښت ۱۰ میلیونه او ۲۶ زره سعودي ریال  دی او سیالۍ په پنځو برخو کې ترسره کېږي:

د اوو متواترو قرائتونو له مخې د ټول قرآن حفظ؛

د قرآن د لغتونو له تفسیر سره د ټول قرآن حفظ؛

د ټول قرآن حفظ؛

د ۱۵  سپارو یا جزؤ حفظ؛

او د پرله‌پسې پنځو سپارو یا جزؤ  حفظ کول .

د نارینه‌وو د سیالیو وروستی پړاو او پایزې دستورې به په مسجدالحرام کې ترسره شي، او د ښځو د برخې سیالۍ او اختتامیه به د مکې د هیلتن هوټل د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شي.

دغه سیالۍ به سږ کال د خپل تاریخ په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره د ښځو ځانګړې برخه هم ولري. د ښځو د ګډون پرېکړه د سعودي د اسلامي چارو وزیر عبداللطیف بن عبدالعزیز په غوښتنه شوې، چې د ملي او نړیوالو قرآني سیالیو عمومي سرپرستي هم پر غاړه لري.

دغه نړیوالې قرآني سیالۍ هر کال د سعودي د اسلامي چارو وزارت له خوا په مسجدالحرام کې ترسره کېږي او د نړۍ له مهمو نړیوالو قرآني پروګرامونو څخه شمېرل کېږي

  https://iqna.ir/fa/news/4366900

captcha