د ایکنا د راپور له مخې، د علم او فرهنګ پوهنتون د عامه اړیکو دفتر ویلي، د حسیني اربعین د میراث دریمې نړیوالې سوګوارې یا غمیزې دستورې د «د اربعین میراث؛ د اسلامي نړۍ د تمدني هویت د پیاوړتیا بنسټ» په شعار سره ، د علم او فرهنګ پوهنتون د ټوریزم پوهنځي، د تهران ښاروالۍ د ګرځندوی کمیټې، د فاخربوم چټکې پرمختیا مرکز ، د اسلامي انقلاب او سپېڅلې دفاع د ملي میوزیم او یو شمېر علمي او فرهنګي بنسټونو په ملګرتیا ترسره شوې
په دغو دستورو کې څېړونکي، د پوهنتون استادان، فرهنګي فعالان، ښاري مدیران، هنرمندان، د زیارتي ګرځندوی فعالان، د موکبونو مسئولان او د اربعین د مطالعاتو مینهوال ګډونوال وو.
د علم او فرهنګ پوهنتون د ټوریزم د پوهنځي مشر سید سعید هاشمي وویل، په دغه پړاؤ کې هڅه وشوه چې اربعین د بېلابېلو علمي څانګو لیدلوري وڅېړل شي او یوازې د یوه مذهبي مراسمو په توګه نه، بلکې د یوه ژوندي فرهنګي، ټولنیز او تمدني میراث په توګه پرې بحث وشي.
هغه زیاته کړه، د همدې موخې لپاره د استادانو او متخصصانو په شتون کې د علمي او فکري غونډو یوه لړۍ ترسره شوه، چې پکې د ښاریانو ګډه حافظه، ښاري ژوند، قومي ډولوالی، ښاري ډیپلوماسي، آییني هنرونه، د زیارت ګرځندوي، د اربعین پالیسۍ او د ماډرن اسلامي تمدن په جوړولو کې د اربعین د رول په څېر موضوعات وڅېړل شول او پرې د نظر تبادله وشوه.
د علم او فرهنګ پوهنتون د فاخربوم چټکې پرمختیا مرکز اجرائي مشر او د سوګوارې علمي ناستې منشي وویل:د درېیمې سوګوارې له مهمو برخو څخه یوه، د محرم د ځانګړو سیاحتي سفرونو او د پلازمېنې د بېلابېلو سیمو د محرم د دودونو او مراسمو د میداني لیدنو مخکیني پروګرامونه وو، چې د حسیني اربعین له سترې نړیوالې پېښې سره ئې ځانګړی موضوعي تړاو درلود.»
هغه زیاته کړه، د سوګوارې په ورځ د «د آییني پوهاوي او ټولنیز فعالیت» په عنوان سره یو تخصصي ورکشاپ هم ترسره شو، چې تمرکز ئې د اربعین د موکبونو او کاروانونو پر مدیریت و. د دې ورکشاپ موخه د دې برخې د فعالانو د تخصصي پوهې لوړول، د میداني تجربو لېږد او د فرهنګي مدیریت د نوو نمونو وړاندې کول وو.
نیکخواه همدارنګه وویل، د سوګوارې په فرهنګي او هنري برخې کې د هېواد د مخکښو شاعرانو په ګډون د آییني شعر یوه ځانګړې غونډه ترسره شوه، چې د عاشورائي مفاهیمو او د اربعین د فرهنګ د انعکاس لپاره ئې مناسبه فضا برابره کړه.
هغه زیاته کړه، د سوګوارې په څنډې کې په جوړ شوي نندارتون کې هنري آثار، انځورونه، د تهران ښار تصویري روایتونه، فرهنګي اسناد او د اربعین د ولسي مراسمو او د بېلابېلو ملتونو د دودونو بېلابېل انځورونه نندارې ته وړاندې شول، چې د دې ستر ولسي خوځښت د ناملموس کلتوری میراث ښکلی انځور ئې د لیدونکو مخې ته کېښود.
https://iqna.ir/fa/news/4367005