IQNA

په عراق کې د قرآني استعدادونو د سیالیو لومړنۍ ازموینې پیل شوې

10:42 - July 22, 2026
د خبر لمبر: 3493060
حسینی اربعین
ایکنا- د عراق د شیعه اوقافو ادارې اړوند د قرآن علومو ملي مرکز د دغه هېواد د قرآني استعدادونو د شپاړسم پړاو عمومی  سیالیو د لومړنیو ازموینو د ترسره کولو لړۍ پیل کړې ده.

د ایکنا د عراق څانګې د راپور له مخې، دغه مرکز د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ ۲۹مه، د عراق د ټولو ولایتونو له قاریانو څخه ترلاسه شوې ثبت شوې تلاوتونه د مرکز د ثقلین په تالار کې اوري، څو ارزونه یې وکړي او د شپاړسمو عمومی  قرآني سیالیو لپاره غوره کسان وټاکي.

د مرکز د رسنیو دفتر ویلي، دغه تلاوتونه د مرکز د مشر قاري رافع العامري تر څارنې لاندې اورېدل کېږي او د یوې تخصصي  قاضیانو کمېټې له خوا، چې مشري ئې شیخ ایاد الکعبي کوي، ارزول کېږي.

په دغې کمېټه کې دا کسان هم شامل دي:

سامي الغراوي د تجوید د قواعدو قاضی یا  داور،

صباح السرای د لحن یا لهجې قاضی او  داور،

علي عبدالستار الخفاجي او فرحان الأرکوازي د وقف او ابتدا د چارو قاضیان،

او علي حسن د غږ (صوت) د  چارو قاضی.

د هر ولایت هغه ګډونوال چې په لومړنیو ازموینو کې غوره شي، د خپل ولایت استازیتوب به د قرآن د حفظ او تلاوت په شپاړسمو عمومی سیالیو کې وکړي چې دغه مرکز به ئې په راتلونکې کې ترسره کړي.

دغه سیالۍ د دې لپاره جوړېږي چې د عراق غوره قاریان او حافظان نړیوالو قرآني سیالیو ته واستول شي. تېر کال د دغو سیالیو پنځلسم پړاو د «د عراق استازیتوب؛ د ټولو لپاره ویاړ» په شعار  سره ترسره شوی و.

https://iqna.ir/fa/news/4365254

captcha