IQNA

حسیني اربعین او قرآني موکبونه!

 د ولسي مدیریت او حسیني مینې یوځای کېدل ددغې حماسې یوه غوره نتیجه ده

15:10 - August 02, 2026
د خبر لمبر: 3493121
حسینی اربعین
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن او عترت د مؤسسو او تنظیمونو  د اتحادئې د مدیره پلاوي مرستیالې سیده مریم موسوي‌زاده د خوزستان ولایت د قرآني موکبونو د پروګرامونو په تشریح کې وویل، د ولسي مؤسسو ګډون او منظم پلان جوړونه داسې خدمتونه برابر کړي چې نه یوازې د زائرانو مادي اړتیاوې پوره کوي، بلکې د هغوی  کلتوري او معنوي اړتیاوو ته هم ځواب وایي.

د امام حسین(ع) د اربعین ستر او میلیوني پلی لاریون ، چې د اسلامي نړۍ تر ټولو لوی ولسي ټولېدنه ګڼل کېږي، هر کال د همدردۍ، ایثار او د حضرت اباعبدالله الحسین(ع) زائرانو ته د مخلصو خدمتونو ښکلی انځور وړاندې کوي.

په دې لړ کې، د خوزستان ولایت د عراق پر لور د زائرانو د واریدیدا له مهمو دروازو څخه دی او د اهل‌بیت(ع) د میلیونونو مینه‌والو په کوربتوب کې مهم رول لري.

د رفاهي خدمتونو ترڅنګ، قرآني موکبونه هم د ولسي قرآني مؤسسو په مرسته هڅه کوي چې د اربعین لاره د قرآن کریم د فرهنګ او د اهل‌بیت(ع) د معارفو د خپرولو په یوه مناسب فرصت بدله کړي.

سیده مریم موسوي‌زاده، چې د ایران  د قرآن او عترت د مؤسسو او تنظیمونو د اتحادئې د مدیره پلاوي مرستیاله او د خوزستان د قرآن او عترت د مؤسسو د اتحادئې اجرائي مشره ده، له ایکنا سره په مرکه کې د دې ولایت د قرآني موکبونو د پروګرامونو، تګلارو او راتلونکو لیدلورو په اړه څرګندونې وکړې.

هغې وویل، حسینی اربعین یوازې د خلکو یوه ستره  ټولېدنه نه ده، بلکې د قرآن کریم د فرهنګ او د اهل‌بیت(ع) د معارفو د پراختیا لپاره یو بې‌ساری فرصت هم دی. له همدې امله هڅه شوې چې د رفاهي خدمتونو ترڅنګ، فرهنګي او قرآني خدمتونو ته هم ځانګړی ځای ورکړل شي.

هغې زیاته کړه، سږ کال د لا دقیق پروګرام  او منظم مدیریت په برکت، د قرآني موکبونو فعالیتونه تر پخوا ډېر هدفمند شوي دي، څو زائران د عمومي خدمتونو ترڅنګ له قرآني او معنوي فضا څخه هم برخمن شي.

موسوي‌زاده د شلمچې سرحد ځانګړي اهمیت ته په اشارې وویل، شلمچه د ډېرو حسیني زائرانو لپاره لومړنی تمځای دی چې د عراق سپېڅلو زیارتونو ته روانېږي؛ له همدې امله اړینه ده چې دا معنوي سفر د قرآن کریم له عطرو او رڼا او  نور سره پیل شي.

روایت خدمت قرآنی در شلمچه؛ وقتی مدیریت مردمی با عشق حسینی گره می‌خورد

هغې د خرمشهر د «نورالهادي» قرآني موکب د دې تګلارې یوه بریالۍ بېلګه وبلله.

موسوي‌زاده وویل، هغه څه چې اوس د اربعین د پیاده‌روۍ په لاره، په ځانګړي ډول د شلمچې په پوله کې لیدل کېږي، یوازې زائرانو ته عادي خدمتونه نه دي، بلکې د هوښیار مدیریت، ولسي مشارکت او قرآني فعالیتونو یو بریالی ماډل دی. دا ماډل ښئي چې هرکله علمي مدیریت، فرهنګي لیدلوری او د قرآن کریم ښوونې سره یوځای شي، نو زائرانو ته خدمت کول یوازې یوه اجرایي دنده نه پاتې کېږي، بلکې په یوه تلپاتې عبادت او اغېزشیندونکي کلتوري خدمت بدلېږي.

روایت خدمت قرآنی در شلمچه؛ وقتی مدیریت مردمی با عشق حسینی گره می‌خورد

https://iqna.ir/fa/news/4367301

captcha