IQNA

 د مقاومت د سیدالشهدا له عبادي لارښوونو سره د سل ورځنئ ملتیا پروګرام

15:42 - July 23, 2026
د خبر لمبر: 3493068
 دمقاومت سید الشهدا
ایکنا – په لبنان کې د «سراج میډیا» رسنیزې ډلې د سل ورځني پروګرام او د مستحبي عبادتونو او ورځنیو تلاوتونو د لارې نقشې په جوړولو سره داسې فرصت برابر کړی چې ځوان نسل یوازې د ماتم په شپوورځو کې نه، بلکې د خپل ورځني ژوند په بهیر کې هم د مقاومت د سیدالشهدا له عملي مکتب سره مل پاتې شي.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د العهد ویب‌پاڼې په حواله ئې راکړی راغلي دي، په نننۍ چټکې نړۍ کې د ځوانانو نوښتونه د ټولنیزو او فرهنګي فعالیتونو د اصلي محرک په توګه مهم رول لري او نظریات په عملي پروژو بدلوي.

په همدې لړ کې، د لبنان سراج میډیا د ایماني ارزښتونو د ورځني ژوند له سټایل سره د نښلولو په موخې سره، د «د صالح بنده اندونه» په نوم یو نوښتګر پروګرام جوړ کړی دی.

دا اثر په حقیقت کې یو عبادي یادښت‌کتاب دی چې د شهید سید حسن نصرالله له عملي لارښوونو څخه الهام اخیستی او د سل ورځني پلان په بڼه ترتیب شوی، څو له معنویاتو سره د خلکو اړیکه اسانه کړي

د سراج میډیا بنسټ‌ايښودونکي علي المرتضی ابراهیم د العهد ویب‌پاڼې سره په خبرو کې وویل، د دې طرحې اصلي موخه د مقاومت د سیدالشهدا د عملي میراث ساتل دي.

د هغه په وینا، د سید حسن نصرالله له شهادت وروسته ډېری پاملرنه احساساتي اړخونو او مرثیو ته شوې، په داسې حال کې چې د هغه د لارې دوام د ده د عملي لارښوونو او عبادي سپارښتنو په ژوندي ساتلو پورې تړلی دی.

د پروژې مهمې برخې

دغه پلیټ فورم د سید حسن نصرالله د ویناوو او د هغه د نږدې کسانو د روایتونو پر بنسټ عملي سپارښتنې راټولې کړې او د ورځنیو، اوونیزو او موسمي پروګرامونو په بڼه ئې تنظیم کړې دي.

د دې پروګرام  په مهمو برخو کې شامل  اقدامات؛

له  لمانځه مخکې چمتووالی، د «د خدای حضور ته د  واریدیدا  د اجازت غوښتنې» په توګه.

عبادي اعمال، لکه د  زیارت عاشورا، د امام زمان (عج) دعا او د قرآن کریم ورځنی تلاوت.

د نیابتي اعمالو ځانګړې برخه، چې پکې د «شهید په نیابت ترسره شوي اعمال» ثبتېږي، څو ثواب یې هغه یا نورو شهیدانو ته ډالۍ شي.

بډایه محتوا، چې په کې ۱۰۰ غوره ویناوې د دیني، فکري او جهادي موضوعاتو په اړه او همدارنګه مهمې دعاګانې شاملې دي، څو کاروونکي نورو سرچینو ته اړتیا ونه لري.

ابراهیم وویل، دا پروژه په غیرانتفاعي ډول او په ټیټه بیه وړاندې شوې، څو د ټولنې بېلابېلې پرګنې، په ځانګړې توګه ځوانان، په پراخه کچه ترې ګټه واخلي.

https://iqna.ir/fa/news/4365334

captcha