IQNA

په مراکش کې د قرآن کریم د حافظانو لاریون (انځوریز راپور)

10:37 - July 22, 2026
د خبر لمبر: 3493059
قرآنی چارې
ایکنا- د مراکش د تیفلت ښار د زده‌کوونکو د قرآن کریم د حفظ د بشپړېدو د لمانځنې په مناسبت، د قرآن کریم د حافظانو ستر لاریون ترسره شو.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د tifeltpress له قوله  خپور شوی راغلي دي، دغه مراسم د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ ۲۹ ، په یوې روحاني او شاندارې فضا کې د دیني او سیمه‌ییزو چارواکو او د تیفلت ښار د اوسېدونکو په ګډون ترسره شول. دا مراسم د رسول الله (ص) د میلاد د پنځلس سوه کلنۍ د نمانځنې په مناسبت او د «إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ په  شعار  سره جوړ شوي وو.

د تیفلت د القدس جومات اړوند قرآني مکتب، د خمیسات د عالمانو  سیمه‌ییزې  شورا، د مراکش د اوقافو او اسلامي چارو وزارت د استازولۍ، او همدارنګه سیمه‌ییزو او امنیتي ادارو د دغو مراسمو په تنظیم کې همکاري کړې وه. لاریون د تیفلت د ښاروالۍ له ودانۍ پیل او د القدس جومات پر لور روان شو.

دغه مراسم، چې یوه په   زړه پورې روحاني فضا ئې رامنځته کړې وه، د ښار د ګڼ شمېر اوسېدونکو له تود هرکلي سره مخ شول؛ خلک  د سړکونو دواړو غاړو ته ولاړ وو څو دغه ځانګړي مذهبي مراسم وګوري.

د قرآن کریم دا کاروان د ملي امنیتي ځواکونو په مشرۍ پیل شو؛ امنیتي ځواکونو د لارې امنیت ټینګ کړی و او مرستندویه ځواکونو د ترافیکو نظم ساته.

د لارې په اوږدو کې ګډونوالو مذهبي نعتونه او د رسول الله (ص) ستاینې زمزمه کولې. هغه زده‌کوونکي چې د قرآن د حفظ په خاطر وستایل شول، په دودیزو جامو کې، پر آسونو سپاره او د خپلو قرآني تختیو په لاس کې څرګند شول. دغه صحنه د مراکش د لرغونو قرآني مدرسو یاد تازه کاوه او د قرآن کریم د حفظ د ارزښت، ویاړ او د ځوانانو د هڅونې څرګندونه ئې کوله.

دا قرآني لاریون یو کلنی دودیز پروګرام دی چې په مراکش کې د قرآني مدرسو ځایګی پیاوړی کوي او د اسلامي اصولو پر بنسټ د نسلونو په روزنې، د قرآن کریم په ساتنې او د اعتدال او زغم د ارزښتونو په خپرولو کې د دغو مدرسو مهم رول روښانه کوي.

 

https://iqna.ir/fa/news/4365297

captcha