د ایکنا د راپور له مخې چې د رویټرز له قوله یې خپور کړی راغلي دي، پاچا دریم چارلز د دې جومات د لیدنې پر مهال د هغه د معمارۍ ستاینه وکړه.
په هغه پیغام کې چې شاهي کورنۍ په X ټولنیز چینل کې خپور کړی، پاچا دغه جومات «د خپلې لوړ ې کیفیت لرونکې معمارۍ، د چاپېریال ساتنې په برخې کې د مخکښ رول او د عبادت او ټولنیزې همکارۍ د یوه مهم مرکز» په توګه یاد کړی دی.
په یاد پیغام کې راغلي چې دا جومات د چاپېریال د پایښت پر بنسټ جوړ شوی او په ډیزاین کې ئې د انرژۍ اغېزمن سیستمونه او د نوې کېدونکې انرژۍ تولید یوځای شوي، څو د کاربن ګازونو خپرېدل په څرګند ډول کم کړي.
د اروپا لومړی چاپېریالدوست جومات په ۲۰۱۹ کال کې د لندن شمال ته شاوخوا ۸۰ کیلومتره لرې، د کمبریج په ښار کې په رسمي ډول پرانیستل شو. د پرانیستې په مراسمو کې د اسلامي نړۍ یو شمېر دیني او سیاسي مشرانو او همدارنګه سیمهییزو چارواکو ګډون کړی و.
دغه جومات د بریتانیا د مشهور معمار ډېوېډ مارکس له خوا طرحه شوی او تر اوسه د اروپا د تر ټولو چاپېریالساتونکي جومات په توګه پېژندل کېږي.
د دې ودانۍ ځانګړتیا دا ده چې د ځانګړي انجنیرینګ ډیزاین له امله یې د کاربن اخراج نږدې صفر ته رسېدلی دی. د چت شیشه ییزې کړکۍ د طبیعي رڼا د زیاتې داخلېدو او طبیعي هوا د جریان زمینه برابروي، له همدې امله د برېښنائي یخچالونو او پنکو اړتیا ډېره کمه شوې ده.
د دې ودانۍ معمار، ډېوېډ مارکس ویلي دي: «مونږ نه غوښتل چې د نورو جوماتونو یوه کاپي یا تقلید برابر کړو.
هغه زیاته کړه، د پېړیو په اوږدو کې د نړۍ جوماتونه تل د سیمې له ساختماني موادو، کلتور، اقلیم او چاپېریال سره سم جوړ شوي دي.

د جومات د لرګیو ځانګړی جوړښت، چې له څو پوړیزو او کږو صنوبر لرګیو څخه جوړ شوی، د دې ودانۍ له مهمو ځانګړتیاوو څخه ګڼل کېږي.
د منارې اتهضلعي هندسي بڼه د اسلامي هنر څرګندونه کوي او پیاوړي اسلامي سمبولونه لري. دغه جوړښت د «الهي نفس» په نوم د ساه اخیستلو او ایستلو د دوراني حرکت نښه بلل کېږي.
په جومات کې د چت په برخې کې داسې رڼا ورکوونکې کړکۍ هم نصب شوې دي چې د عبادت تالار په طبیعي رڼا ډکوي.
په ۲۰۲۱ کال کې د کمبریج مرکزي جومات د بریتانیا د شاهي معمارانو د انسټیټیوټ (RIBA) د ملي معمارۍ د جایزو د ۵۴ ګټونکو په منځ کې یوازینی جومات و.
https://iqna.ir/fa/news/4365250