د ایکنا د راپور له مخې، د امام رضا(ع) د قرآني کاروان لومړۍ ډله د ایران د اسلامي جمهوریت د قرآن د عالي شورا او د قاریانو د لیږد او بلنې کمېټې په همکارۍ، د اربعین د فرهنګي کمیټېد قرآني فعالیتونو د کمېټې له لورې نجف اشرف ته رسېدلې او خپل فعالیتونه ئې پیل کړي دي.
په همدې لړ کې، د حسیني اربعین د کلتوری ادارې د قرآني فعالیتونو کمېټې د اسلام د مبارزانو د پلاوي (هیئت رزمندگان اسلام) په ملګرتیا په نجف اشرف کې ګڼ قرآني محفلونه چمتو کړي دي، څو ممتاز او نړیوال قاریان د الهي آیتونو په تلاوت سره د حضرت اباعبدالله الحسین(ع) د زائرانو معنوي فضا د اربعین د زیارت په لاره کې د قرآن د عطرو په بوئ سره معطره کړي.
د جوړ شوي مهالوېش له مخې، د نجف اشرف د پروګرامونو پای ته له رسېدو وروسته به د دغه قرآني کاروان فعالیتونه په کربلا معلی کې دوام ومومي.
د امام رضا(ع) د قرآني کاروان د جوړېدو موخه د قرآن او اهلبیتو(ع) د فرهنګ پراخول، د اربعین د میلیوني پلي لاریون د معنوي فضا پراخول او د زائرانو لپاره د قرآن کریم له نوراني معارفو څخه د لا زیاتې ګټې اخیستنې زمینو برابرول بلل شوي دي.
سیدمحمد حسینیپور، امیرحسین رحمتي، سیدحمیدرضا مقدسي، سیدمصطفی حسینی، وحید کرمي، جمشید سورګي، محمدعلي کریمي، ناصر قرهخاني او محسن امامي د خراسان رضوي د «سلسلةالذهب» د مداحئ له ډلې سره یوځای د اربعین د میلیوني لاریون لارې ته د استول شوي قرآني کاروان د لومړۍ ډلې غړي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4366945