IQNA

د ټول قرآن حفظ؛ د غزې د یوې نجلۍ د تنهائي د ټپونو ملهم(فیلم)

14:04 - August 01, 2026
د خبر لمبر: 3493110
فلسطینۍ قاري
ایکا- په ټولنیزو  چینلونو کې فعالانو د غزې د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ اغېزشیندونکي ویډیو خپره کړې، چې د مور له شهادت او د یوازیتوب له سختو شېبو وروسته، قرآن کریم د هغې د مات زړه پناه ګرځېدلی دی.

د ایکنا د راپور له مخې چې د الجزیره له قوله ئې خپور کړی راغلي دي، حبیبه محمد د خپلې مور له شهادت وروسته د روحي ستونزو پر وړاندې د زغم او بریا یوه الهام‌بخښونکې بېلګه ده.

هغې د قرآن کریم د حفظ کولو له لارې معنوي سکون وموند او وېښودله چې څنګه ئې د خپلې شهیدې مور د فراق درد د قرآن د حفظ لپاره په پیاوړي انګېزه بدل کړ؛ هغه سفر چې کلونه ئې دوامدارې هڅې او ډېر تمرکز ته اړتیا لرله.

حبیبې وویل چې له خداي تعالی وروسته، د خپل بریالیتوب ډېره برخه د خپلې پالونکې مور (میرنئ مور) پوروړې ده، هغې چې په غېږ کې ئې ونیوله او ورته ئې هغه  نفسیاتي او تعلیمي ملاتړ برابر کړ چې د ژوند له سخت پړاو څخه په تېرېدو کې ئې وسره مرسته  وکړه.

هغې ټینګار وکړ چې همدغه ملاتړ هغه بنسټ و چې د غزې تړانګې له ټولو سختو شرایطو سره سره ئې د ټول قرآن کریم د حفظ توان ورکړ.

هغې زیاته کړه چې د ټول قرآن د حفظ لاره هېڅکله اسانه نه وه، خو خپلې موخې ته د رسېدو هوډ ئې له هرې ستونزې او ننګونې څخه پیاوړی و.

حبیبې د ټول قرآن له ۶۰۰ نورو  حافظانو سره یوځای په هغو شاندارو مراسمو کې ګډون وکړ چې د هغوی د هڅو د ستاینې لپاره جوړ شوي وو.

دغه مراسم ښئي چې د غزې مؤمنه ټولنه او اسلامي بنسټونه د هغو ځوانو استعدادونو ملاتړ ته ژمن دي چې د غزې له ټولو سختو واقعیتونو سره سره د پرمختګ او کمال په لاره کې ثابت قدم پاتې دي.

د دې پروګرام ملاتړو بنسټونو د غزې د ځوانو حافظانو د درناوي مراسم د دې لپاره جوړ کړل چې د هغو کسانو الهام‌بخښونکي نمونې روښانه کړي چې په امید او استقامت سره پر سختیو بریالي شوي دي.

دغه مراسم د والدینو په پراخ ګډون سره پای ته ورسېدل؛ هغه والدین چې د خپلو اولادونو په دې ستر قرآني بریالیتوب ئې ویاړ څرګنداوه.

https://iqna.ir/fa/news/4366841

captcha