ایکنانیوز د مصراوي له قوله راپور راکړی، د مصر د اوقافو وزیر اسامه الازهري اود دقهلیه ګورنر جنرال طارق مرزوق د تیرې یکشنبې په ورځې د ؛محفل تلاؤت؛ نومې سیالیو د دوهم پړاؤ د مقدماتي مرحلو شاهد ؤ چې په المنصوره ښار کې په النصر جومات کې د دقهلیه اودمیاط ولایتونو څخه دګډون کونکو په شتون سره د قرآني ځانګړو غږونو لرونکو او د ترټولو ښو وړتیاؤ د ټاکنې لپاره ترسره شوې.
اسامه الازهري په دغو دستورو کې ټينګار وکړ، د ؛محفل یا حکومت تلاؤت؛ نومې پروګرام د سیالۍ موخه په مصر کې د ترټولو په زړه پورې ښو قرآنی غږونو کشفول دي.
هغه ووئيل مصر د خپل تاریخ په اوږدو کې په لسګونو او په زرګونو مشهور قاریان روزلي دي چ ې د اسلامی نړئ فضا ئې روښانه کړې ده. هغه توضیح ورکړه چې د مصر د اوقافو وزارت هیله مند دی چې دغه سیالۍ د قاریانو د هغه نوی نسل له پنځولو سره مرسته وکړي چې د مصر دتلاؤت مکتب میراث منتقلوي او د هغو دمخکښانو رول ته دوام ورکړي.
د وئيلو ده د ؛محفل یا حکومت تلاؤت؛ نومې پروګرام دوهم پړاؤ چې څه موده مخکې په مصر کې پيل شوی ،هماغه راز د مصر په مختلفو ولایتونو کې دوړتیا لرونکو قاریانو کشفولو او روزلو ته دوام ورکوي. دغه پروګرام د مصر د اوقافو وزارت او د المتحده رسندويي خدمتاتو د شرکت په ملګرتیا سره او د د قرآن د حافظانو د ملاتړ او د تجوید د قواعدو په اساس د سم قرائت د کلتور د دودولو په موخې سره تولید شوی دی. لومړنی پړاؤ ئې تیر کال ددغه هیواد په مختلفو ولایتونو کې اجرا شوی او د سی بی ایس ،الحیاة،ناس سپوږمکیزو چینلونو ، د مصر د قرآن کریم د پلیټ فارم «watch it» له خوا خپور شوی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4365057