IQNA

د تانزانیا جومات کې د ترهګري برید، درې مړه

6:08 - May 23, 2016
د خبر لمبر: 3480040
نړیواله ډله: د تانزانیا غربی شمال موانزا ښار «رحمانی» جومات کې ترهګرو حمله کې د جومات امام سره درې کسان مړه شوي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «اینترنشنال بیزینس تایمز» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، پنځلس نقاب وهلی وسله والو د زیارت په مازديګر رحمانی جومات باندې حمله وکړه چې په دغه حمله کې د جومات امام سره درې کسان مړه او یو شمېر لمونځ کوونکې ژوبل شو.

د عيني شاهدانو د وينا له مخې، حمله کوونکو له حملې نه مخکې، لمونځ کوونکو ته وویل تاسو څنګه لمونځ کولې شي په داسې حال کې چې زمونږ ملګرې په زندان کې بندی کړې.

تراوسه هیڅ یوې ډلې د دې ترهګري مسؤولیت په غاړه نه دې اخیستلې، خو ولې احتمال دې چې دا ډله له داعش سره تړلې وې. دا حمله د یو ویډیو چې په کې یو شمېر نقاب لرونکې ځان ته د افریقا شرقي سیمې داعش ډلې غړې وایئ خپرولو نه څو ورځې ورستو پیل شوي.

http://iqna.ir/fa/news/3499751


captcha