IQNA

د نړۍ په مختلفو دینونو او دودونو کې روژه

3:08 - June 15, 2016
د خبر لمبر: 3480072
نړیواله ډله: له ډېرو پېړو رسي بېلابېلو دینونو د خپلو منونکو روحي او معنوي پرمختګ لپاره مختلف دودونه او طریقې او حکمونه واجب کړي چې له هغې نه یوه روژه هم ده چې د نړۍ په مختلفو سیمو او دینونو ترمنځه په مختلفو شکلونو کې شتون لري.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الدیار خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د قرآن کریم له آیتونو پوهېږو چې له اسلام نه وړاندې آسماني دینونو کې هم روژه واجب وه. خو ولی یواځې مسلمانان، مسیحیان او یهودیان نه دې چې روژه لري بلکې غیر الهي دینونو کې هم د روح او بدن روزنې لپاره روژه او بدنې ریاضت ضروري بولې.

روژه په الهي دینونو کې اوږد تاریخ لرې، او د لرغونې عبادتونو نه ده چې پیدایښت یی د حضرت آدم او حوا علیهم السلام له جنت نه ویستلو سره سم کېدلې شي.

صوم د لغت په معنا کې د یو عمل نه ځان ساتنې ته وایئ، البته د دې په معنا کې دا خبره زیاته کړې چې ځان ساتنه د خاص کارونو نه ده چې د انسان زړه ته نږدې وې او د هغې غوښتنه کوې، خو ولی صوم په دینی او شرعي معنا کې د هغه څيزونو نه د یو خاص وخت پوري.

الله تعالی په سوره بقره کې فرمایي: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ»اى مؤمنانو ! پر تاسې روژې فرض كړاى شوې ، لكه چې له تاسې نه د مخكښې پېغمبرانو پر پيروانو فرض كړاى شوې وې ، ددې لپاره چې په تاسې كښې د پرهيز ګارۍ صفت پيدا شي.

دا آیت په ګوته کوې چې په مسلمانانو نه مخکې تېر شوي امتونو باندې هم روژه واجب وه، اسلامی روایتونو کې راغلې چې آسماني کتابونو کې لکه تورات، زبور، انجیل، صحف او قرآن په رمضان کې نازل شوي.

روژه په نورو دینونو کې د شمېر او د نیولو طریقه کې فرق لري، که څه هم په مختلفو دینونو کې روژه په کیفیت او تفصیل کې فرق لري خو ولی د روژه اصل حکم په کې شتون لري او د کلي موخه یی د ځان تزکیه او د معنوي پاکی او طهارت دي.

روژه د خوراک او څښاک نه زیات معنوي عمل دي چې انساني ذهن تفکر له دنیوي او مادي چارو نه معنوي او روحي تفکر ته ارتقا ورکوي.

په دې راپور کې مونږ د نړۍ په مختلفو دینونو او مذهبونو کې د روژه د ځنې سنتونو په اړه معلومات وړاندې کوو:

د سیکهانو په دین کې روژه:

«ګورو نانک» د سیکھ لومړي حقیقي بنسټ ایښودونکی او موسس دې چې د ۱۵ پېړۍ په اخیره کې په کال ۱۴۶۹ کې د هندو مور پلار نه زېږېدلې.

نانک خپل مذهب پر دې بنسټ جوړ کړې چې هیڅ فرق د مسلمانانو لفظ جلاله «الله» او د هندوانو د «ویشنو» (په معنا د ساتونکې خدای) کې نشته.

خو ولی وحي نه انکار کوې او دا باور لري چې خداي هغه دې چې روح نورانی کوې او د هغه علم په ملیونونو څیزونو احاطه لري او د ملیونونو خلکو خالق دی، خو ولی خپله بدن نه لري، بلکې یو موجود دې د مخلوق نه غیر.

د نړۍ په مختلفو دینونو او دودونو کې روژه

د پنجاب ولایت او په تېره د هند سیمه، د سیکهانو اصلی وطن شمېرلې کېږي، د سرو معبد چې د هغوي اصلی معبد ګڼلې کېږي په دغه ولایت کې یو سیند په غاړه جوړ دې او سپېڅلې کتاب یی «آدی ګرانت» نوم لري.

روژه د سیکهانو په مذهب کې یو واجب عمل نه دې، هغوي اعتقاد لري چې د لمونځ او تفکر سره خدای ته نږدې کېدلي شي، دا مذهب د اسلامی او هندی مظاهرو ترکیب دي.

عيسائيت کې روژه:

عيسائيت کې روژه د کلیسا او د طایفه منونکو ترمنځه فرق کوي، روژه د معافي او توبه په عنوان یو فرصت او د ګناهونو د بخنې یو موقع ګڼلې کېږي، یو مشهوره روژه چې عيسائيت کې مشهوره ده په «ستره روژه» باندې مشهور ده چې د هفتې اختر چهارشنبه په ورځ باندې شروع کېږي او تر ستر اختر پورې نیولې کېږي.

د نړۍ په مختلفو دینونو او دودونو کې روژه

روژه لرونکې تر ۴۰ ورځو پورې له غوښې خوراک، د تیلو او د هغې نه جوړ شوي څیزونو نه د جمعه نه علاوه ځان ساتې او د روژه عمر یی له ۱۴ کالو نه تر ۵۹ کالو پورې دي.

هندوئیسم کې روژه:

هندوئیسم، هندوان یا هندو مذهب نوم لرې چې له درې زرو نه زیات لرغونتوب لري او په ملیونه منونکې لري، هندو د عیسائیت او اسلام نه پس د نړۍ ترټولو ستر دین شمېرلي کېږي.

د نړۍ په مختلفو دینونو او دودونو کې روژه

هندوان د ذهن تمرکز او د عبادت انرژۍ او معنویت لپاره روژه لري، او ورځه د یو خدای په نوم باندې چې د هغې منونکې دې خوښه وې ځکه چې ورځې یی د خدایانو په نومونو تقسیم کړې دې.

روژه په هندو مذهب کې د مختلفو منونکو ترمنځه فرق کوي، روژه چې په کې د خوراک څښاک نه ځان ساتې، روژه چې په کې ابو نه څښې، روژه چې په کې د جنسي نږدې کېدو نه په کې ځان ساتې.

د بودا په مذهب کې روژه:

بودا دین د سیدارتاګوتاما (SIDDHARTHA GAUTAMA) د لارښوونو څخه راپورته شوي چې ۵۳۵ کاله مخکې له میلاد څخه وده وکړه او د بودا په نوم مشهور شو.

روژه د بودا په مذهب کې ډېر زیات منلې کېږي، خو ولی د هغوي د دینی واجباتو نه، نه شمېرلې کېږي بودایی راهبان روژه لري او نیمه ورځ کې لږ خوراک کوي.

د نړۍ په مختلفو دینونو او دودونو کې روژه

د جاین مذهب کې روژه:

د هندوئیسم برخو نه یوه برخه جاین د ګټې په معنا هم ده چې تقریباْ پنځه پېړۍ له میلاد نه مخکې جوړه شوي. جاین منونکې اعتقاد لري چې د دې مذهب بنسټ ایښودونکی «مهاویرا» نومیږي چې له هغه نه مخکې زرګونو کلونو کې ۲۳ لارښود نور هم تېر شوي او دا ۲۴ لارښود وو.

د نړۍ په مختلفو دینونو او دودونو کې روژه

د دې مذهب ترټولو حیران کوونکې عقیده د جامو اچول حرام ګڼل دي، دې اعتقاد لرې چې مهاویرا د ریاضت او هېجانونو تعلقات ترک کولو لپاره خپل جامې لري کړي او تر اخیر عمر پورې جامه نه وه په تن کړي، جنین په اخترونو او یا چې احساس وکړې چې ګناه ترې کېږي نو روژه ساتې.

د یهودو په مذهب کې روژه

د فرعون غرق کېدو نه ورستو د موسی علیه السلام قوم له هغه نه د کتاب تقاضا وکړه، نو کله چې الله وغوښتل چې کتاب د دې قوم د هدایت لپاره نازل کړې نو لومړي یی موسی علیه السلام ته وحي وکړه چې د کوه طور په لمنه کې ۳۰ ورځې روژې ونیسي، موسی علیه السلام همدارنګه وکړل. موسی علیه السلام وغوښتل چې مسواک وکړي چې د روژې بو یی له خولې لاړ شي، خو جبراییل علیه السلام نازل شو ورته یی وویل چې الله ته د روژه بو له مشک نه زیات ګران دي.

د یهودیانو مقدس کتاب کې عهد قدیم کې د یهودو روژه لرل حتی د غیر یهودو روژه لرلو په هکله وینا راغلې چې دا خبره ترې په ګوته کېږي چې یهودو به په مختلفو وختونو کې روژه ساتله.

روژه چې نن سبا کومه د یهودیانو ترمنځه معمول ده دوه ډول ده: کلیزه واجب روژه چې د قربانۍ په ورځ ده چې د ګناهونو د کفارې په عنوان نیولې کېږي او له مازدیګر 5 بجو نه تر د ۱۰ سپټمبر مازدیګر 7 بجو پورې ادامه لري او وخت یی 26 ګنټي جوړېږي. دویمه د محرم ورځ د حضرت زکریا علیه السلام د شهادت او د بیت المقدس د ویجاړېدو په ورځ چې له د شپې ۹ بجو نه تر د ۱۰ اګست مازدیګر پورې وې.

خو ولی په اسلام کې روژه ډېره منظم او د ورځې شروع کېدو او تر پایی رسیدو پورې ده خو ولی په نورو دینونو کې دا ترتیب نشته د مثال په توګه یهود او مسیح کې د روژه وخت منظم نه دي او ډېر دقت غواړي.

http://iqna.ir/fa/news/3505830


captcha