IQNA

سامرا کې د زائرین باندې د ترهګرو برید / یو شمېر ایرانی شهید

10:18 - November 08, 2016
د خبر لمبر: 3480262
نړیواله ډله: د سامرا بسونو اډې کې د ترهګرو له اړخه چاودنه کې یو شمېر کسان شهید او ژوبل شوي دي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د العالم خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د السومریه خبرونو چینل اعلان کړط چې په یو مشین کې اېښودلی شوي بم چې د سامرا ښار د بسونو اډې کې ولاړ وو چاودنې سره یو شمېر کسان سره د ایرانی زائرانو شهید او ژوبل شوي.

ځنې عربی رسنۍ لکه العربی الجدید اعلان کړې چې دوه ایرانی په دغه برید کې شهید شويږ

دغه برید سره پولیس په سامرا ښار کې د اضطراري اعلان وکړو او د تلو را تلو مخنیوې یی وکړو، د اضطراري حالت اعلان هغه وخت وشو چې کله د عراق پولیسو ته خبر ورکړې شو چې د داعش له اړخه نور چاودنه کوونکې ګاړي هم سامرا ته داخل شوي.

سامرا په ۴۰ کیلو مېټره کې د تکریت په جنوب کې واقع دي.

همدارنګه یو بل خبر کې د دوه نورو چاودنو سره د تکریت په جنوب کې یو شمېر کسان ژوبل او مړه شوي.

http://www.iqna.ir/fa/news/3543800


captcha