IQNA

د روهینګیا مسلمانانو سره مرستې لپاره د مالیزیا کوښښ

8:30 - January 02, 2017
د خبر لمبر: 3480339
نړیواله ډله: د مالیزیا د مرسته کوونکې او مرستې سازمانونو ایتلاف اعلان کړې: د خوراکونو نه ډکې بېړۍ د روهینګیا مسلمانانو لپاره د دې سازمانونو له اړخه راروانه میاشت میانمار کې د اراخین ولایت ته لېږلي کېږي.
د روهینګیا مسلمانانو سره مرستې لپاره د مالیزیا کوښښ

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د العالم نه په نقل، دغه بېړۍ تراوسه پورې د میانمار اجازت یی د دغه هیواد اوبو ته ننوتلو لپاره نه دي ترلاسه کړي.

دې کار د میانمار امنیتي ځواکونو سره د مقابلې اندېښنه لره او هم یی د میانمار او د مالیزیا ترمنځه د اړیکې خرابېدو وړ هم لرو چې په کې د مسلمانانو اکثریت مېشت دي.

مالیزیا په میانمار باندې د روهینګیا مسلمانانو په اړخه سختې نیوکې کړې او د راخین ولایت په اړه یی سخت بریدونه کړي.

د میانمار له اړخه په دې شخړو کې یو شمېر د روهینګیا مسلمانان مړه او ۳۰ زره کسان بې کوره شوي.

مالیزیا کې د اسلامی سازمان شورا مشر زولهاینس زینول وویل: تراوسه مو د میانمار رضا ترلاسه نکړه، خو ولی مونږ به خپل سمندري سفر ته ادامه ورکوو ځکه چې دا اعتقاد لرو چې دا یو مهم انساني عمل شمېرلي کېږي.

همدا راز، د میانمار د ولس مشر دفتر ویاند وویل: که د ستونزې پیدا کولو کوښښ کوي نو مونږ به هیڅ کله دا کار قبول نکړو.

هغه زیاته کړه: هیڅ یو غیر میانماري کس نشې کولې چې بې له زمونږ د اجازته زمونږ اوبو ته را ننوځئ. او که دا رنګه وکړې نو هغې سره به مقابله کوو او پر هغې به حمله نه کوو خو ولی هغې ته دا اجازت نه ورکوو.

د مرستې بېړۍ په زرګونو ټن وریجې او دارو او نور ضروري سامان د روهنیګیا مسلمانانو لپاره روان کړي او غواړي په ۱۰ جنوري له مالیزیا نه روانې شي.


captcha