IQNA

په اماراتو کې د قرآن کریم ۶ نوې ژباړې به وړاندې کېږي

14:36 - April 13, 2017
د خبر لمبر: 3480470
نړیواله ډله: د اماراتو زاید اسلامی کلتوري موسسه، د دغه هیواد نوې مسلمانان شوې کسانو سره مرسته کولو لپاره به د قرآن کریم ۶ نوې ژبې لکه فرانسوی، چینی، فیلیپینی، اندونزیایی، اردو و اسپانیولې به وړاندې کوي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د موزه الکتیی البیان خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د اسلامی کلتور موسسې د زدکړو او کلتوري چارو ادارې زاید مشر په دې اړه وویل: دا موسسه د اسلامی کلتور خپرولو او نشر کولو په لار کې د قرآن کریم خدمات نوې مسلمانان شوي کسانو ته او د اسلامی کلتور سره مینه لرونکو ته ډالی کوي چې د دې موسسه نورو کارونو کې د عربی ژبې غیر عرب ژبو کې ښودنه او غونډو کې ګډون کولو باندې تاکید ته اشاره کولې شو.

هغه زیاته کړه: همدارنګه دا موسسه کلتوري غونډو او د مختلفو ژبو تعلیمي پروګرامونو سره اسلامی کلتور معرفي کوي. دا دورې په مقدماتي، منځني او پرمختګه درې مرحلو کې تقسیم کېږي او د هر یوې مرحلې کتابونو تعلیم او لارښود په مختلفو ژبو کې ګډون کوونکو ته وړاندې کېږي.

د حج او د عمره مفرده لپاره نوې مسلمانان شوي کسانو ته ټولنیزه خدمات ورکول او کلتوري فعالیتونو او مختلفه تقریرونو او سره د ژوند کولو او په امارات کې نوې مسلمانانو سره مرستې کول د دې کلتوري او اسلامی زاید موسسې نور خدمات دی.

اکتبی ادامه کې وویل: د دې موسسه د اسلامی کلتوری پروګرام له مختلفو لارو ترسره کېږي چې په کې د اسلامی اصول، فقه درسونه او د پیغمبر صلی الله علیه و اله ژوند دورې په کې شاملې دي.

هغه زیاته کړه : د دا رنګه پروګرامونه په دورو کې د اسلام حقیقت او اسلامی تعلیماتو سره معرفي او همدارنګه ګډون کوونکې له اسلام اساسي اصولو سره اشنا کولو په هدف پيل کېږي.

الکتبی څرګنده کړه: د اسلام معرفي لپاره د پوښتنه او ځواب غونډې پیل کوې. همدارنګه د اسلامی کلتور تعلیمي، د قرآن کریم او د عربی ژبې زدکړې دورې هم پيل کوې او ورسره د قرآن کریم د ژباړو چاپ، نشر او خپرولو او د کتابونو په مختلفو ژبو کې تعلیم ورکولو باندې څارنې هم کوې.

http://www.iqna.ir/fa/news/3588200


captcha