IQNA

په راخین کې د سولې ټینګښت لپاره په میانمار کې مظاهرې

20:40 - October 15, 2017
د خبر لمبر: 3480732
نړیواله ډله: د میانمار په زرګونو خلک په دغه هیواد کې د اتحاد څرګندولو لپاره د یانګون ښار په فوټبال سټیډیم کې غونډه وکړه او د راخین په ولایت کې د سولې ټینګښت لپاره دعا وکړه.
په راخین کې د سولې ټینګښت لپاره په میانمار کې مظاهرې

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د channelnewsasia خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، په دې مظاهرو کې تقریباْ دېرش زره کسانو چې بودایی راهبان، مسیحی راهبان، هندوانو او مسلمانانو ګډون وکړو.

که څه هم د میانمار لارښود آنګ سان سوچی، د ځنې اسلامی هیوادونو لکه پاکستان، بنګلادېش او اندونیزیا له اړخه د زیات فشار سره مخامخ دی چې د روهینګیا مسلمانانو خلاف دې خونړۍ تاوتریخوالی پایی ته ورسوي، په مظاهرې پیل کولو کې د هغه د ملي ډموکراسي هم همکاري لره او ډېرو مظاهرې کوونکو د هغه انځورونه هم لاسونو کې نیولې وو.

د میانمار چارواکو د روهینګیا ملېشه د مسلمانانو کورونو ته د اور اچولو او د قتلولو اصلي عامل ګڼلې خو ولی د بشري حقوقو سازمان او مسلمانان چې له راخین ولایت نه تېښته کړې تاکید کوې چې د میانمار ځواکونه دا هڅه کوي چې د مسلمانانو کورونه سوځولو سره هغوي دغه سیمه پرېښلو باندې مجبور کړي.

http://iqna.ir/fa/news/3651712


بچوې: ایکنا
captcha