IQNA

د شېخ زکزکي د ازادۍ لپاره د نائجېريه د ښځو لاريون

0:44 - November 27, 2017
د خبر لمبر: 3480820
نړیواله ډله: د نائجېريې د اسلامي غورځنګ په زرګونو ښځو د دغه هېواد په پائېتخت ابوجا ښار کښې د يو سوله ايز لاريون په جوړولو سره د نائجېريې د اسلامي غورځنګ د مشر شېخ ابراهيم زکزکي او د هغه د مېرمن د ازادولو غوښتنه وکړه.
د شېخ زکزکي د ازادۍ لپاره د نائجېريه د ښځو لاريون
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د IUVMPress نه په نقل، د نائجېريه د اسلامي غورځنګ د مشر شېخ ابراهيم زکزکي د غېر قانوني نيونې له اوه سوه يولسمې ورځې سره په يو وخت زرګونو شيعه خلقو هم د دغه هېواد په مختلفو سيمو کښې لاريونونه وکړل.                په دغو لاريونونو کښې ګډون کونکو د شېخ زکزکي او د هغه د مېرمن د تصويرونو په لاسو کښې په اوچتولو سره د هغوي د فوري ازادۍ غوښتنه وکړه.                  
په هم دې حال کښې د نائجېريه د اسلامي غورځنګ وياند وويل چې دغه غورځنګ غواړي د شيعه د نسل کشۍ په وجه نړيوال کيفري عدالت ته د نائېجريه د ولسمشر محمد بوهاري او د کادونا د قوماندان نصير  الرئوفي په خلاف شکايت وکړي.
هغه په دوام کښې وويأ: مونږ اماده يوو چې د رامنځته شويو نقصاناتو د تلافۍ لپاره ټولې قانوني لارې پلې کړو او  په نړيوال ډګر کښې د لاهې د له نړيوال کيفري عدالت غواړوو چې د نائجېريې ولسمشر محمد بوهاري ، د کاډونا قوماندان نصير الرئوفي، د فوځ قوماندان جنرل يوسف براتي  او نور هغه کسان چې د زاريا په غميزه اود شيعه مسلمانانو په قتل عام کښې يې لاس لرلے دے محاکمه کړي.
موسی وويل: اوس د شېخ زکزکي ، د هغه د مېرمن او د دغه هېواد د اسلامي غورځنګ د نورو سلګونو غړيو له غېر قانوني نيونې څخه تقريباً اوۀ سوه ورځې تېريږي او مونږ هم هغه شان د ۲۰۱۵ کال د دسمبر د دولسمې د خونړۍ وروستۍ هفتې راهسې د انصاف په طمه يوو.

captcha