IQNA

23:49 - January 18, 2018
د خبر لمبر: 3480983
نړیواله ډله: مسلمانه سیل کوونکې چې دې کال د ۲۰۱۸ پیونګ چانګ ژمي اولمپیک مقابلې لیدلو لپاره جنوبی کوریا ته سفر کوي، هغوي له دې اپلیکیشن او نوې سايټ نه چې نږدې حلال خوراک هوټلو پیدا کولو لپاره جوړ شوي استفاده کولې شي.
د ژمی اولمپیک  لپاره د «حلال خوراک» اپلیکیشن جوړولقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Food Navigator خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا اپلیکیشن کریو حلال (Crave Halal) نوم لري چې د ایفون موبایلو کښې ترې هم استفاده کېږي او همدارنګه دې نه استفاده کولو لپاره دا cravehalal.com سایټ باندې هم شتون لري.
دا اپلیکیشن دې وخت ۱۵۰ حلال مرکزونه د جنوبی کوریا په ۳۰ ښارونو کښې معرفي کوي او د دې اپلیکیشن جوړوونکې چې د امریکې او د کاناډا دوه ځوانان دې وایئ چې ډېر زر به یو شمېر نور حلال مرکزونه هم معرفي شي.
د دې اپلیکیشن جوړولو هدف په جنوبی کوریا کښې د محلي او د المپیک لیدلو لپاره راغلې مسلمانانو ته د حلال خوراک ځایونو اطلاع او امکانات وړاندې کول وو.
د مسلمانانو ټولنې شمېر په جنوبی کوریا کښې زیات ده دې خو ولی دې هیواد ته له آسیایي هیوادونو نه د اسلامی سیل کوونکو شمېر کښې وده شوي ده، په کال ۲۰۱۶ کښې جنوبی کوریا ته د مسلمانانو سیل کوونکو شمېر تقریباْ تر یو ملیون رسېدلې وو او د کوریا حکومت دا شمېر به ۲۰۱۸ کښې د ۲۰٪ ودې سره ښایي.
جنوبی کوریا ته زیات مسلمانه سیل کوونکې له اندونیزیا، مالیزیا او منځني ختیځ هیوادونو نه وې او وایئ چې تقریباْ په لسګونو زره مسلمانان سیل کوونکې به دې کال د المپیک مقابلې لیدلو لپاره جنوبی کوریا ته راځې، د ۲۰۱۸ المپیلک مقابلې له د کوریا په پیونګ چانګ ښار کښې له بهمن میاشتې ۲۰ نه تر اسفند میاشتې ۶ پورې پیل کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3682460
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: