نړیواله ډله: د شی آن ستر جومات د چین د دینونو تاریخ او مسلمانانو لپاره د افتخار یو دینی میراث دی چې دېوالونه یی د قرآن کریم آیتونو خطاطی سره سینګار دی.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د The News ورځپاڼې نه په نقل، دا جومات چې د چین د «شاآن شي» ولایت په کلتوری او تاریخي ښار کښې آباد دي، اووه سوه کاله مخکښې د مینګ سلسلې په وخت کښې جوړ شوي وو او د هغې نه ورستو د چینګ په سلسله کښې تر پایی رسېدلې وو او همدارنګه دا اوس د اسلامی خطاطی ښکلا او ښایست ننداره ده.