IQNA

په مالیزیا کښې د حلال نړیواله ستره نندارتون پیل کېږي

12:04 - February 05, 2018
د خبر لمبر: 3481021
نړیواله ډله: د مالیزیا مرکزی ښار کوالالمپور د ۹۷کال فروردین میاشتې له ۱۵ نه تر ۱۷ پورې د دغه هیواد حلال نړیواله ۱۵ نندارتون کوربه دي چې وایئ دا به د نړۍ ترټولو ستر حلال خدمتونو او محصولاتو نندارتون وي.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Halal Focus  خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د مالیزیا د بهرنې تجارت ودې سازمان حلال خدمتونو ودې مشر محمد امین الدین وویل: د حلال صنعت په ټولې نړۍ کښې د مسلمانانو او غیر مسلمانانو له اړخه د زیاتې تقاضی له سببه په وده کښې دي.
هغه زیاته  کړه: مونږ انتظار لرو چې دا وده به په نندارتون کښې د ٪۱۰ نه تر ۱۵٪ پورې کتونکې ولري او غواړو چې تقریباْ ۳۰ زره کسان به د حلال خدمتونو او محصولاتو وړاندې کوونکې ۱۰۰۰ غرفو نه زیاتې به په دې نندارتون کښې شتون لري.
امین الدین وویل: په حلال صنعت کښې ګډون کوونکې ، تولید کوونکې او فعال هیوادونه او همدارنګه ایران افریقا، جنوبی، امارات، چین، ژاپن، تایوان، کره جنوبی، ترکیه، فلسطین او نور ډېر هیوادونه به په دغه نندارتون کښې ګډون کوي.
حلال خوراکونو مواد، حلال خدمات، د خوراکونو بندول، اسلامی پانګې اچونه، اسلامی بانک او .... د دې نندارتون برخې دي.
د مالیزیا حلال نړیواله نندارتون دې کال به ۱۵ کال وي چې په دغه هیواد کښې پیل کېږي او په دغه کښې د اسلامی هیوادونو او د غیر اسلامی هیوادونو له اړخه حلال محصولات او خدمتونه وړاندې کښېږي او په دغه نندارتون کښې مختلف پروګرامونه، کانفرانسونه، غونډه او خبرې اترې تر سره کېږي.
http://www.iqna.ir/fa/news/3687861
captcha