نړیواله ډله: د اسفند میاشتې په ۱۹ باندې د کورنۍ په روغتیا کښې د اسلام تفکر رول کانفرانس په تایلېنډ کښې د ایرانی کلتوری سازمان له اړخه پیل کېږي.
د ایکنا راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتور سازمان اطلاع رسوونکې ویبپاڼې نه په نقل، د حضرت فاطمه الزهراء سلام الله علیها د زوکړې په مناسبت سره په ۱۹ اسفند د ۲۰۰ مسلمانو او غیر مسلمانانو ښځو په شتون سره د تایلېنډ د بنکاک ښار په میراث هوټل کښې «د کورنۍ په روغتیا کښې د اسلامی تفکر رول» کانفرانس پیل کېږي.