نړیواله ډله: په قاهره کښې په ۱۶ اسفند باندې پيل کېدونکې نړیواله کانفرانس « د تفاهمونو او غلطو معیارونو ترمنځ د اسلامي میراث مطالعه» د ۲۰ هیوادونو څېړونکو په شتون سره پيل کېږي.
د ایکنا راپور له مخې، د صدی البلد خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د الازهر پوهنتون تبلیغ او دینی اصول پوهنځې مشر عبدالفتاح غواری د دې کانفرانس پیل کېدو په اړه وویل: دا کانفرانس د اسلامی میراث لوستلو او د دغه آثارو نه صحیح فهم اخیستلو او د فهم او وهم ترمنځه فرق کولو هدف سره پيل کېږي.