IQNA

د تاشکند غونډې اعلامیه او د هغې بی ګټی پایلی

11:36 - March 29, 2018
د خبر لمبر: 3481141
نړیواله ډله: د تاشکند نړیوالې غونډې لپاره د افغانستان حکومت له لوری ډېر تبلیغاتی کمپاین وشو، او خلګ یی زیات هیله من کړی وؤ، او ډېرې هیلې ورپورې غوټی شوی وې، خو د کنفرانس په پاى کې چې کومه ګډه اعلامیه خپره شوه، ممکنه ده د افغانستان حکومتی چارواکی یې ډېره لویه لاسته راوړنه وبولی، خو د داسې کوټلی تصمیم پر ځاى چې د سیمه ییزې او یا نړیوالې اجماع حکم پرې وشی، تکراری او کلیشه یی سپارښتنې پکې ډېرې وې.

د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو ویبپاڼې نه په نقل، له افغان ولس سره خواخوږی، د افغانستان ملی حاکمیت ته درناوى، له افغان حکومت سره د مرستو غږ، پر طالبانو ټینګار چې د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړی، له نشه یی توکیو او ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې شعارونه، او نور دې ته ورته هغه څه دی؛ چې د افغانستان خلګ یې له تېرو ۱۶ کلونو په هره نړیواله غونډه کې اوری.
په دغسې کنفرانسونو کې تر دې د زیاتې تمې درلودل هسې د هوا ګزول دی. ځکه د دغسې غونډو موخه د ستونزې پر حل د تمرکز پر ځاى هسې د یوې کاذبې تبلیغاتی فضا جوړول دی.
خبره؛ د امریکا او ناټو په شمول د لویو ځواکونو د لویو موخو او لوبو ده. خو پرېکړې یې سپارښتنې او څو شعاری ټکی وی، مرستې دې وشی، سولې ته دې غاړه کېږدی، ترهګری ټولو ته خطر دى او… نور.
سوله؛ نه په سپارښتنو راځی، نه په عذرونو، نه په کاذبو شعارونو. د یوې نړیوالې غونډې او ټولنې په وړاندې طالبان څوک دی چې د سولې پروسې ته د لبیک ویلو غږ پرې وشی؟
که په ریښتیا موخه سوله وی په افغانستان او سیمه کې د امریکا د پوځی عملیاتو او بمباریو خبره ولې نه مطرح کېږی؟
که امریکا او لویدیځ هېوادونه له افغانستان او سیمې څخه د خطر احساس کوی، او پلمه یې همدغه وی چې باید په افغانستان او سیمه کې پوځی حضور ولری، ولې په دې تړاو داسې ګډ تصمیم نه نیول کېږی، چې همدغه سیمه ییزه اجماع به، د دې ګواښ د مخنیوی ضمانت کوی.
د تاشکند کنفرانس ټول ګډون کوونکی پر دې ښه پوهېږی چې په افغانستان کې روانه بدمرغی، یوازې د طالب جګړه نه ده. طالب د دې لانجې او لوبې یو وړوکى اړخ دى، د دې جګړې او لوبې اصلی لورى امریکا او د دوى متحدین دی. له بده مرغه د ستونزې هغه اصلی اړخ د داسې کنفرانسونو په اجنډا کې هېڅ شامل نه وی. لکه څنګه چی د تاشکند غونډې په اعلامیه کی، په ناسته کی له ۲۵ ؤ برخه والو هیوادونو غوښتل شوی دی، چی د افغانستان د ملی حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا احترام وساتی، خو آیا نړیواله ټولنه نه پوهیږی؛ چی نن سبا کوم هیواد، د افغانستان ملی حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا، تر پښو لاندی کړې ده؟ ترڅو پوری چی د امریکی له دغو ښکیلاکی سیاستونو څخه سترګی پټول وی، په افغانستان کی به جګړه هیڅکله پایته ونه رسیږی، ځکه خو له تیرو ۱۶ کلونو راهیسې په لویه او وړوکې کچه نړیوالې غونډې، د افغانستان د مشکل د هوارۍ په موخه جوړېږی، مګر یواځی په تکراری شعارونو سره پایته رسیږی، او تکراری سولېدلې اعلامیې پکې خپرېږی، پایله او نتیجه یی بیا هم تشې لفاظۍ، او بی ګټی ناستې؛ پاستې دی او بس.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i68140

captcha