IQNA

په اسلامی بانکي کولو، مالي او سوداګرۍ باندې تمرکز سره

د اسلامی مطالعاتو اووم نړیواله کانفرانس مقالې بللې

11:41 - June 28, 2018
د خبر لمبر: 3481275
اقتصادي ډله: د اسلامی مطالعاتو نړیواله اووم کانفرانس د اسلامی مالي چارو او اقتصادي پوهاندو، نړیواله څېړونکو او عالمانو د راټولولو په موخه د مالیزیا کوالالمپور په ښار کښې د ۲۰۱۸ کال په جولای میاشته کښې پيل کېږي.
د ایکنا راپور له مخې، د مرکزي بانک اسلامي پیسو او بانکی کولو انسټیټیوټ نه په نقل، د اسلامی مطالعاتو نړیواله اووم کانفرانس (KLIISC) د اسلامی مالي چارو او اقتصادي پوهاندو، نړیواله څېړونکو او عالمانو د راټولولو په موخه د اسلامی مطالعاتو، کلتور او دې سره اړیکه لرونکې په ټولو برخو کښې د تجربو او د څېړنو د پایلو تبادلې سره د مالیزیا کوالالمپور په ښار کښې د دې کال ۱۳۹۷ د تیر میاشتې به ۳۰او ۳۱ او د کال ۲۰۱۸ د جولای میاشتې په ۲۱ او ۲۲ باندې پيل کېږي.
دا کانفرانس د اسلامی کلتور او مطالعاتو مرکز په همکارۍ سره او د مالیزیا د پوهنتون د اسلامی په بېلابېلو برخو کښې د یو علمي پیاوړي په توګه وړاندې کوي او د نړیواله اړیکو خپرېدو او د ښودنې په برخو کښې پرمختګ پیدا کولو لپاره پیل کوي. په حقیقت کښې د اسلامی ستونزو سره تړلې څېړنو او همدارنګه د سراسر نړۍ د یو مليارده  مسلمانانو ګډون د دې مطالعاتو پر اهمیت او تاکید باندې دلیل دی.
د دې کانفرانس مهمې مقالې د اسلامی مطالعات او کلتوری موضوع سره په لاندې ډول دی:
د اسلامی فقه ستونزې او  ننګونې
د شریعت مفهومونو او د شریعت مقصد سره پيژندګلوی
د نړیواله اړیکو په پراختیا کښې د اسلام رول
د اسلامی مالي او بانکی قوانینو او مقرراتو سره تړلې ستونزې او ننګونې
د اسلامی سوداګرئ مفهومونو سره پيژندګلوی
د اسلامی مالي تجهیزاتو پرمختیا او اقتصادي ستونزې
د اسلامی مالي واسطو اصول او بنسټونه
په اسلامي مالي ادارو کې د ټولنیزې مسؤولیت او د مدیریت اخلاق
په اسلام کښې د بشري منابعو ارزښت
مینوال کولي شي چې د نوم ثبت کولو او د نورو اطلاعاتو لپاره دلته مراجعه وکړي.
http://iqna.ir/fa/news/3725251
captcha