IQNA

د امريکې د بنديزونو باوجود د ايران او چين د تجارتي تعلقاتو پراختيا

23:04 - August 27, 2018
د خبر لمبر: 3481474
نړیواله:د ايران او چين د پارلېماني دوستۍ ډلې مشر او په تهران کښې د چين سفير د ايران په خلاف د امريکې يو اړخيزو بائيکاټونو ته په اشارې سره د دواړو هېوادونو په تجارتي، اقتصادي او سياسي زمينو کښې د ملګرتياو په دوام تاکيد وکړ.

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،د اسلامي شورا خبري اژانس د رپوټ له مخې د ايران او چين د پارلېماني دوستۍ د ډلې مشر علاء الدين بروجردي په تهران کښې د چين د سفير پانګ سېن په کتنه کښې وويل: د ايران او چين ترمېنځ په مختلفو اقتصادي، سياسي او کلتوري تعلقاتو، په تېره بيا د پارلېماني تعلقاتو د پراختيا لپاره زيات ظرفيتونه موجود دي چې پکار دي د دواړو ملتونو په ګټه پراختيا ومومي.
بروجردي د ايران په خلاف د امريکې يو اړخيز پالنې او بنديزونو ته په اشارې سره وويل: په اقتصادي ډګر کښې د ايران او چين د ملګرتياو ظرفيتونه پکار دي د نويو لارچارو په غوره کولو زيات شي.
پانګ سېن هم په دغه کتنه کښې د تهران او بيجېنګ د ملګرتيا مخينې او په ايران کښې موجودو ظرفيتونو ته په اشارې سره د ملګرتياو د پراختيا په تېره بيا په ايران کښې د پانګونې لپاره د چين په دلچسپۍ تاکيد وکړ.
هغه همدارنګ د ايران او چين د راکړو ورکړو په پراختيا باندې د خوښۍ په څرګندولو سره واضحه کړه، د چين چارواکي له ايران سره په تجارتي، اقتصادي او سياسي زمينو کښې د ملګرتياو او تعلقاتو د دوام هرکلے کوي او له ايران سره د هر اړخيزو تعلقاتو پراختيا اهميت لرونکې او د دواړو هېوادونو په ګټه يې بولي.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i75942

captcha