د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،د بدخشان د ولایتي شورا غړې فرحناز پامیري پرون وویل چې طالبانو د دغه ولایت په ارغنج خواه ولسوالۍ کښې ۶۰۰ کورنۍ د خپلو کورونو پریښودو ته مجبورې کړې دي.
فرحناز پامیري دې ټکي ته په اشارې سره چې له یادې ولسوالۍ ایستل شوې کورنۍ د بدخشان ولایت په نورو سیمو کښې دیره شوې دي، زیاته کړه: دغه کورنۍ چې د خپلو کورونو پریښودو ته مجبورې کړې شوې دي، له بدو او سختو حالاتو سره مخامخ دي.
د طالب ډلې وسله وال د بدخشان ولایت د ځینو سیمو کنټرول په واک کښې لري.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i75931