IQNA

15:15 - September 01, 2018
د خبر لمبر: 3481479

د پاکستان له وزيراعظم سره د ايران د خارجه وزير کتنه

نړیواله: د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير د پاکستان له نوي وزير اعظم سره کتنه او خبرې اترې وکړې.

د پاکستان له وزيراعظم سره د ايران د خارجه وزير کتنه

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ محمد جواد ظريف او عمران خان نن په دغه کتنه کښې چې په اسلام آباد  کښې وشوه په مختلفو پوله ايزو، تجارتي ا اقتصادي زمينو کښې د ايران او پاکستان د تعلقاتو د پراختيا او ژورتيا اهميت او ضرورت ته په اشارې سره د اسلامي نړۍ او سيمې په اړه په مختلفو مسائلوکښې د اسلامي هېوادونو د نزديو ملګرتياو په لازموالي تاکيد وکړ.

د ايران خارجه وزير او د پاکستان وزيراعظم همدارنګ په دغه کتنه کښې د سيمې په هېوادونو کښې د صلحې او قرارۍ د رامنځته کولو او له ترهه ګرۍ او تندلاريتوب سره د مبارزې لپاره د کوشش د زياتوالي د لازموالي په اړه هم خبرې اترې وکړې.

ظريف په دغه سفر کښې له دې مخکې د پاکستان د فوځ له عمومي قوماندان جنرل قمر جاويد باجوه، د قومي اسمبلې له سپيکر اسد قيصر او د دغه هېواد له خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي سره هم کتنه او د دوو اړخيزو تعلقاتو او د دواړو هېوادونو ترمېنځ د سيمه ايزو او نړيوالو ملګرتياو په اړه خبرې اترې وکړې.

. د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير پرون د زيارت په ورځ مازيګر د پاکستان د نوي حکومت له چارواکو سره د کتنې و خبرو اترو او د دواړو هېوادونو د ملګرتيا د پراختيا لپاره د يو پلاوپه مشرۍ اسلام آباد ته لاړ.

 http://parstoday.com/ps/news/iran-i76061

captcha