IQNA

کابل کښې د لوګر د انتخاباتو د کمېشن مدير ووژل شو

23:32 - January 04, 2019
د خبر لمبر: 3481836
نړیواله ډله: د کابل ولایت په بګرامو ولسوالۍ کښې تير ماښام د لوګر ولایت د ټاکنو کمېشن مالي او اداري مدير وژل شوے دے.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د بګراميو امنيتي چارواکي وايي چې د لوګر ولايت د ټاکنو کمېشن مالي او اداري مدير اسدالله طاهري تير ماښام د دې ولسوالۍ په ولايتيو سيمه کې د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی دی.
اسدالله طاهري له تيرو لسو کلونو راهيسې د لوګر د ټاکنو په  کمېشن کې دنده ترسره کوله.
تر اوسه د اسدالله طاهري د وژنې مسؤليت چا نه دے منلی.
د يادونې وړ ده چې تيره مياشت د ټاکنو خپلواک کمېشن له لوري د لوګر ولایت د ولسي جرګې د ټاکنووړومبۍ نتيجې اعلان شوې خو له هغې وروسته ناکامو نوماندانو په يوه اعتراضيه غونډه کې د ټاکنو د نتيجو د نه منلو خبر ورکړے و.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i79444
captcha