IQNA

د پاکستان سني او شيعه مسلمانانو د امام مهدي (ع) د ميلاد جشن ونمانځۀ

13:25 - April 22, 2019
د خبر لمبر: 3482106
نړیواله ډله: د پاکستان سني او شيعه مسلمانانو او په دغه هېواد کښې مېشته ايرانيانو د بشريت د عالم د ژغورونکي او دولسم امام حضرت امام مهدي (ع) د ميلاد په مناسبت جشن ونمانځۀ.

له اسلام آباده د ايرنا د رپوټ له مخې د اسلام آباد،لاهور، کراچۍ، کوئټه، پېښور، حېدرآباد، ګلګت – بلتستان، فېصل آباد، پاړه چنار، کوهاټ او کشمير په شمول د پاکستان په مختلفوسيمو کښې شيعه مسلمانانو په جوماتونو او امامباړو کښې په راغونډېدو سره او همدارنګ د  دغه هېواد په مختلفو ښارونو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت په کلتوري مرکزونو کښې په جوړ شويو مراسمو کښې په پاکستان کښې مېشته ايرانيانواو پاکستاني سني او شيعه مسلمانانو په ګډون کولو سره دغه نېکمرغه ميلاد ونمانځۀ او د حضرت امام مهدي (ع) د زر تر زره ظهور دعاګانې يې وکړې.

د پاکستان له شيعه مسلمانانو سره سره د دغه هېواد سني مسلمانان هم د شعبان د مياشتې د پينځلسمې شپه د شب برات په نوم سره نمانځي او جشنونه کوي.

مونږ هم په دې مناسبت يو ځل بيا تاسو ټولوقدرمنو دوستانو ته د زړۀ له کومي مبارکي وايوو.

http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i81657

captcha