IQNA

ملګروملتو له ترهه ګرو ډلو سره په مبارزه کی له پاکستانه خوښی څرګنده کړه

18:37 - June 21, 2019
د خبر لمبر: 3482253
نړیواله ډله: د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی د ملګرو ملتو له فیصلې په هر کلی سره هغه له ترهه ګرو ډلو سره د مبارزې لپاره د اسلام اباد د هلو ځلو او د دغه هیواد د امنیتی وضعیت د ښه کیدا نتیجه وبلله .

د ایکنا راپور له مخې، د ایرنا له راپور سره سم د سلامتیا په چارو کی د ملګرو ملتو د عمومی منشی مرستیال په اسلام اباد کی د امنیتی وضعیت په ښه بللو سره  دغه هیواد ته د ملګرو ملتو د مسولانو د کورنیو د غړیو د سفر محدودیت لغوه کړه .

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی د ملګرو ملتو له فیصلې په هر کلی سره هغه له ترهه ګرو ډلو سره د مبارزې لپاره د اسلام اباد د هلو ځلو او د دغه هیواد د امنیتی وضعیت د ښه کیدا نتیجه وبلله .

د پاکستان پوځ له ۲۰۱۴ کال راهیسې تراوسه  د دغه هیواد په بیلا بیلو سیمو کې له ترهه ګرو سره په مبارزه کی د ضرب عضب ، رد الفساد  او خیبر په نومونو  درې عملیات پیل کړی دی چی له امله یې په سلګونو ترهه ګر مړه ، ژوبل او نیول شوی دی .                                         http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i82922                                                                                                                                                           

captcha