د ایکنا راپور له مخې، د آزادی راډیو پښتو برخې خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د حوثیانو تر کنټرول لاندې یوې ټلویزیوني شبکې او یوه سیمه ییز روغتون ویلي چې برید د سعودي په مشرۍ ائتلاف کړی دی.
اخوا د سعودي په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو ویاند ډګروال ترکي المالکي روېټرز اژانس ته په یوه بیان کې ویلي چې په الثابت بازار باندې پرونی برید حوثیانو کړی دی.
ده وویل: دا یو ترورېستي عمل دی چې حوثي یاغیانو له الثابت قبیلې سره د دښمنۍ په خاطر کړی.
ریاض له ۲۰۱۵ کال راهیسې په یمن کې د حوثيانو پر ضد د ائتلاف په چوکاټ کې بریدونه مخته وړي.
د سعودي عربستان په مشرۍ دا ائتلاف مخکې هم د ملکیانو په وژنه تورن شوی.
https://pa.azadiradio.com