IQNA

10:48 - December 07, 2019
د خبر لمبر: 3482566
نړیواله ډله: فلسطیني سرچینو ویلي چې د غزې په پولو کښې د ستنیدو په درې اتیایمو مظاهرو کښې په ګډونوالو باندې د صهیونیسټو پوځیانو په حمله کښې ۶ فلسطینیان زخمي شوې دي.
د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو نه په نقل،
العهد خبري ویب سایټ خبر ورکړی چې د غزې په پولو کښې د ستنیدو د حق د مظاهرو درې اتیایمه جمعه د زرګونو فلسطینیانو په ګډون ترسره شوه.
د صهیونیسټي رژيم پوځیانو د تیرو اونیو په شان د اوښلن ګیس او هم داشان رسا ډزو سره د دغو صلحه ایزو مظاهرو د ځپلو کوشش وکړ.
د ویلو ده چې د فلسطینیانو د ستنیدو د حق صلحه ایزې مظاهرې چې د ۲۰۱۸ کال د مارچ له دیرشمې پیل شوې وې، د دریو اونیو له ځنډ وروسته یوځل بیا شروع شوې دي.
بل خبر دا چې د صهیونیسټي رژيم پوځیانو پرون د فلسطین په کورواکه تشکیلاتو پورې د اړوند (فلسطین ټي وي) نومې چینل څلور خبریالان ونیول او په قدس کښې یې د دغه چینل دفتر بند کړ.
https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i86371
بچوې: ایکنا
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: