د ایکنا راپور له مخې، د ډګرجنرال شهید قاسم سلیمانی ، د عراق د الحشد الشعبی د ولسی ځواک د مرستیال ابومهدی المهندس اوورسره د څلورو نوروایرانی شهیدانو د جنازې پرتمنې دستورې په وروستیو څو ورځو کې په عراق کی د نجف او کربلا او بیا په ایران کې د اهواز ، مشهد ، تهران او قم په ښارونو کې د خلکو د بیلا بیلو پرګنو په میلیونی او کم ساری شتون سره ترسره شوې .
د ډګر جنرال شهید قاسم سلیمانی پاک مړې نن په خپل زیږنځای کرمان کې له پرتمینو دستورو وروسته خاورو ته سپارل کیږی . دا ترخه وداع که څه هم د یوه ویاړمن ژوند پاې ده خو یقینا د استکبار په وړاندې د مبارزې او مقاومت پاې نده . د حاج قاسم سلیمانی په شهیدولو کی دامریکا ترهه ګر اقدام هغه پیښه ده چی د ایران پرضد د امریکا د زاړو دښمنیو په اوږدو کې د جاج او شننې وړ دی .
دا دښمنی په تیرو ۴۱ کلونو کی بې ځنډه دوام درلودلې دې خو له ټولو دسیسو سره سره د سلطې د نظام په وړاندې د ایرانی ملت په دریدا او مقاومت سره تر ظلم لاندې ملتونو ترمینځ انقلابی پاڅون پیل شو امریکا او غاصب صیهونیسټ رژیم یې په ویره کې اچولی دی . دا غوړیدا او اغیزمنتیا د سردار سلیمانی په شان دشهیدانو د هلوځلو او له ځانه تیریدا پامته داره ده چی له دښمنانو سره د نښتې په ډګر کې په سترو بریالیتوبونوسره په سیمه کې د قدرت د معادلاتو د بدلون سبب شوی ده .
روسی سیاسی کارپیژاندې الکسینډر کینیاروفد امریکا په وسیله د سردار شهید سلیمانی د ترور د اړخونو د جاج په شننه کې ولیکل دا چی داعش د امریکا د رنډ موسسې د فکر په کوټه کې رامینځته شوی یوه بشپړه روښانه او پیژندل شوی چاره ده او قاسم سلیمانی د مینځنی ختیځ د فضا د غیر انسانی کولو او بیا د شاو خوا نورو سیمو او درستې نړۍ ته د هغې د پراختیا لپاره د واشنګټن د پروګرامونو د تحقق په وړاندې یو خنډ او بند وو .
دغه سیاسی کارپیژاندې زیاتوی داسې اعتقاد موجود دې چی تاریخ به د هر کس او هر څه په اړه قضاوت وکړی خو سردار سلیمانی په حقیقت کې په خپل ژوند کې په یوه تاریخی شخصیت بدل شو .
شهید سردار سلیمانی چی په رسمی ویزا او د عراق د لومړی وزیر په رسمی بلنه دغه هیواد ته سفر کړې وو ، د امریکا د ولسمشر ټرمپ د نیغ په نیغه حکم سره د ترهه ګر اقدام هدف وګرځیده . ټرمپ په دغه ترهه ګر اقدام سره ستره سټراټیجیکه تیروتنه وکړه . امریکا په دغه اقدام کې د نړیوالو حقوقو ، مځکنی بشپړتیا اوخپلواکۍ ښکاره خلاف ورزۍ وکړه او دنیا ته یې وښودله چی د امریکا قانون د ځنګل قانون دې .
کیدلې شی د ځینو هیوادونو او ملګرو ملتو چوپتیا امریکا دغه باور ته رسولی وی چی هر څه چی زړه یې وغواړی ترسره کولط شی ، خو دنیا باید پوهه شی چی د سولې او امنیت لپارهچوپتیا ختمه کړی او د امریکا د زور وینې او یو اړخیز پالنې په وړاندې ودریږی .
د امریکا مشهور نظریه ورکونکی نوام چامسکی د خالی په ورځ په نیویارک ټایمز کې د ایران په نسبت د واشنګټن په سیاستونو په نیوکې سره وویل د نظر غوښتنو د معتبرو مرکزونه نظرونه ښی چی امریکا د نړیوالې سولې لپاره تر ټولو ستره ګواښ دی .
امریکا په خپلوسپین سترګو اقداماتو سره د اسراییلو رژیم د ساتنې او په لویدیځې اسیا کې دخپلو نارواګټود ساتلو په خاطر په نړیوالو قوانینو او موازینو لوبې کوی .
دغه بهیر سیمه او نړۍ له ستر خطر سره مخاخ کړی ده . په داسې وضعیت کی د هرې پیښې مسولیت د امریکا په غاړه دې .
https://parstoday.com