IQNA

د روغتیاد نړیوالې ادارې په باب د نړۍ او امریکا ترمینځ درز او واټن

20:29 - April 17, 2020
د خبر لمبر: 3483041
تهران (ایکنا)- په داسې حال کې چې زیاتره هیوادونه دکوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ له هراړخیزې پراختیا سره په مبارزې لګیا دي ، دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د چارشنبې په ورځې وئيلی دي ،د روغتیا له نړیوالې ادارې سره دامریکا مالی مرستې ئې درولي دي .
د کرونا ویروس پراخه خوریدا ، نړۍ له یوه بې مخینې  چیلنج سره مخامخ کړې ده . په عین حال کې امریکا  چې اوس   ددغه ویروس  دخوریدا په یوه اصلي مرکز بدله شوې ده ،د روغتیائي چارو دنړیوال اورګان په څير  له نړیوالو ادارو سره  دغږملتیا په ځاي ، له دغه ستر چیلنج سره د مقابلې لپاره  ئې  له دغه نړیوال اورګان سره  د مالی مرستو په درولو سره  په دې زمین کې خنډ جوړونې ته مخه کړې ده .
واشنګټن  د روغتیا د نړیوالې ادارې په ضد په پروپيګنډیز جنګ کې  وئيلي دي ، چې د اوو صنعتي هیوادونو څخه  یعني ، له جرمني ،فرانسې ، ایټالیا، جاپان ، بریتانیا او امریکا څخه د جوړو   اوو صنعتي هیوادونو  جوړه  اوه ډله  ددې غوښتنه کوي ، چې دغه موسیسه  دې پراخ بدلونونه و کړي .  سپينې مانۍ د پنجشنبې په مازدیګر دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،د  اوه ډلې غړي هیوادونه  ددغې ادارې پراخه اصلاح غواړي ، څو  ډاډمن شي ، چې  د روغتیا نړیواله اداره  خپل رول په ښه ډ ول ترسره کوي . د ډونالډټرمپ حکومت همداراز د کرونا  له اقتصادی او روغتیائي   چیلنجونو سره  دمقابلې په خاطر  د ګډې نړیوالې هڅې لپاره ددغو هیوادونو د موافقې خبر ورکړی دی .
 په داسې حال کې  چې  زیاتره  هیوادونه  دکوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ  له هراړخیزې پراختیا سره  په مبارزې لګیا دي ، دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  د چارشنبې په ورځې  وئيلی دي ،د روغتیا له نړیوالې ادارې سره  دامریکا مالی مرستې ئې درولي دي . ټرمپ چې  په امریکا کې پرې  ډير زیات د کرونا ویورس دخوریدا  په باب د لټیّو او بې پامۍ په و جه ډيرې نیوکې کیږي ، نن سبا  ئې دغه نړیوال اورګان د خپلې  خولې د زهرجنو ټکو په نښه کړی دی  او په کرتو ئې دغه نړیوال اورګان  دچین په پلویتوب او  د کرونا ویروس  په باب د لومړنیو اطلاعاتو  د پټولو لپاره په هڅې تورن کړی دی .
دامریکا ولسمشر  همداراز ادعا کړې  چې د روغتیا نړیوالې ادارې  له کرونائي بحران سره په مبارزې کې  ناسم مدیرّیت کړی دی .   دا په داسې حال کې دي چې  امریکا هماغه شان  د روغتیا د نړیوالې ادارې تر ټولو اصلي پوروړی هیواد دی  او دغه پور  ئې  کابو دوه  سوه میلیون ډالرو ته رسیدلی دی . د روغتیا د نړیوال  اورګان  د بودجې په تامینولو کې  د واشنګټن اجباري ونډه  دوي  ته له ورکونکو ټولو پيسو څخه څلور سوه میلیون ډالره  ده . د روغتیا د نړیوال  اورګان  د مالی تامینولو د درولو په باب د  ټءمپ  اقدام د هغو نړیوالو اورګانونو د دړې وړې کولو  د  کلی موخې لپاره دی ، چې  واشنګټن ورځيني راضي نه دی .
 د روغتیائي چارو د نړیوالې ادارې پّ باب د واشنګټن له دریځه د اوه ډلې   غړو هیوادونو دملاتړ په باب  دټرمپ له ادعا سره سره ، واقعیّت   څه بل څه دی .   په حقیقت  کې د امریکا اروپائي شریکانو د ټرمپ د حکومت په ورانکار او بې ځایه ا قدام  سختې نیوکې  کړي دي .  د اروپائي اتحادئې د بهرنی سیاست  مسئول  جوزف بورل  د اروپائي  اتحادئې د غړو هیوادونو په نمایندګۍ  د ټرمپ  دغه اقدام ته منفي غبرګون ښودلی دی . جرمني هم  د  اوه ډلې  د یوه  مهم غړي په توګه  او د اروپائي اتحادئې  دیوه مهم هیواد او دغه راز  داروپا دیوه ترټولو ستر اقتصادي هیواد په توګه  په ډاګه د ټرمپ په اقدام نیوکې  کړي او دغه اقدام ئې رټلی دی .
د برلین  له نظره ، د واشنګټن د غه اقدام ،  هغو هیوادونو ته تر ټولو زیات تاوان رسوي ، چې  په دغو شرائطو کې له ځانه د ساتنې لپاره تر ټولو کمه توانمني لري .  د جرمني خارجه وزیر هایکو ماس   خپل  ا مریکا ئي همڅنګ ته په یوه لیک لیږدولو کې  د روغتیا له نړیوالې ادارې  سره  دمالی مرستو دغوڅولو لپاره  د ټرمپ  په فیصلې په نیوکو سره   د کرونا ویروس د خوریدا په پړآؤ کې   د روغتیا دنړیوال اورګان څخه  دملاتړ په ضرورت ټينګار کړی دی . د جرمني د پراختیا وزیر  ګرت مولر هم  دروغتیا نړیوالې ادارې  د بودجې کمیدا یوه بشپړ غلطه چاره بللې  ا و ټينګار ئې کړی دی ، چې جرمني  به ددغه نړیوال اورګان لپاره خپله بودجه زیاته کړي .  البته  د امریکا نړیوالو سیالانو یعني روسیې  او چین هم  د واشنګټن له دغه اقدام سره سخت مخالفت  کړی دی .  په جینوا کې د ملګروملتو  په دفتر کې د روسیې استازي ګنادي ګاتیلوف  د امریکا اقدام ،  یو ریاکار  چلند او یو غرضي سیاسی  اقدام بللی دی .  ځکه چې پخپله امریکایان ددغې موسیسې  په فعالیتونو او فیصلو کې  ډير زیات رول لوبوي. سره له دې چې  دامریکا په داخل کې  هم  د ټرمپ  دحکومت  له دغه  اقدام سره کلک  مخالفتونه شوي دي .
 داسې ښکاري  چې اوس د نړۍ او امریکا په تیره بیا د امریکا د اروپائي شریکانو ترمینځ  یو نوی درز او تشه  په رامینځةکیدا  ده  چې  دغه درز د روغتیا دنړیوالې ادارې  په وړاندې  دټرمپ دحکومت  له غلیمانه کړچار سره ا ړه لري .  دامریکا دغه کرغیړن اقدام نه یوازې د نړیوالې ټولنې  پّ وړاندې  دخپلو ژمنتیاؤ د  ختمولو او له ملګروملتو اوله دغې موسیسې سره  له اړونده اورګانونو سره  دمرستې په زمینې کې د دوي د  نړیوالو ژمنتیاؤ تر پښو لاندې کول حسابیږي ، بلکه له کرونا ویروس سره  دنړیوالو ملګرتیاؤ دجدي تخریب  لپاره  یو سپير ګام هم بلل کیږي .  
 د ټرمپ حکومت  ددغه نړیوال اورګان  د مالی سرچینو په کمولو سره ، د دغه اورګان توانمنۍ کمزوري کړي او  له دغې مرګوني ناروغۍ سره  دمقابلې امکان ئې  چې   هیڅ پوله او حد نه پيژني ، ډير زیات کموي  او په نهایت کې  به د امریکا د ولس پشمول  د بیلابیلو هیوادونو د خلکو په تاوان  وي .
captcha