IQNA

17:52 - April 20, 2020
د خبر لمبر: 3483053
نن سبا د کورونا له امله په رامینځته شویو دې کړکیچنو حالاتو کښې که ستر شاعر سعدي شیرازي ژوندې وی نو څه به یې کول او څه به یې ویل؟ د نني انسان لپاره د سعدي تعلیمات څه دي؟
په نړۍ کښې د کرونا خپریدو په ډیرو انسانانو باندې د ژوند ډګر تنګ کړی دی. وړې او سترې کارخانې، شرکتونه او سازمانونه بند شوې دي او لوږه او بې وزله پراخه شوې او انسان د خپل تاریخ ترټولو سخت پړاؤ تیروي.
نن سبا که ستر شاعر سعدي  شیرازي ژوندې وی نو څه به یې کول او څه به یې ویل؟ د نني انسان لپاره د سعدي تعلیمات څه دي؟
د غوي د میاشتې اوله نیټه په ایران کښې د سعدي ورځ نوموله شوې ده، د هغه شاعر چې نړۍ یې د ټولنیز مصلح په توګه پیژني. هغه ایراني توکمه شاعر چې خبرې یې په ټوله نړۍ کښې لکه د زرینې پاڼې لاس په لاس کیږي او ډیر مشهور نړیوال شخصیتونه یې شعرونه د خپلو افکارو د تائید او د مثال په توګه کاروي او د هغو له لارې خپلې خبرې ته اعتبار ورکوي.
نړۍ نن سبا د سعدي په شان مصلحانو ته سخت ضرورت لري چې یادونه یې کړې ده: انسانان که هغه د هر توکم او نسل، مذهب، عقیدې او ټولنیزې طبقې څخه وي، یو واحد وجود دی او غم او درد یې د ټولو غم او درد دی. دا انسانیت نه دی چې یو شمیر کسان په راحته او عیش و عشرت کښې ډوب وي او نور زیات خلک د یو وخت پوره خواړه هم ونه لري. د سعدي په باور چې نن سبا د ډیرو نیک فکره انسانانو عقیده هم ده، د دوي په شعر کښې لولو:
بنی آدم اعضای یک پیکرند / که در آفرینش ز یک ګوهرند / چو عضوی به درد آورد روزګار / دګر عضوها را نماند قرار/تو کز محنت دیګران بی غمی/ نشاید که نامت نهند آدمی
نن سبا د نړۍ حالات بیخي خراب دي. دنیا بې تابه او پریشانه ده. په تیرو څو میاشتو کښې زرګونه کسان مړه شول. کرونا د نړۍ څیره بدله کړه، سړکونه خالي شوې دي، د نړۍ په ډیرو ښارونو باندې چپتیا او خاموشي خوره ده، د انسانانو په زړونو کښې یوه عجیبه شان ویره ده. څو میاشتې وشوې چې څوک یو بل ته د مینې لاس نه شي ورکولې. د کرونا ویرې د خلکو غیږې سړې کړې دي او خپلوان او دوستان یو بل له غیږې او غاړې نه ورکوي. د پلار نیکونو په کورونو کښې د ماشومانو د لوبو او خنداګانو هیڅ پته درک نشته. مشران او بوډاګان یوازې شوې دي، کارګران بې روزګاره او بې کوره شول، د هغوي شمیر ډیر دی او حالات یې ورځ په ورځ لاخرابیږي.
په نړۍ کښې د کرونا خپریدو د انسانانو ژوند سخت ګډوډ کړی دی. کارخانې، ادارې او وړې او لوې فابریکې تړل شوې دي او ورسره لوږه او بې وزلې زیاته شوې ده. انسان د خپل تاریخ په ډیر سخت پړاؤ کښې دی. هغه کوې شي چې یا خو کښیني، ننداره وکړي او په تمه شي چې له غیبو یوه مرسته راورسي او حالات سم کړي او یا باید خپله د همت ملا وتړي.
انسانیت او اخلاق هغه دوه نایابې ملغلرې دي چې انسان ورته د خپل ژوند په ټولو پړاؤنو کښې په تیر بیا په دې ورځو شپو کښې اړمن دی. کله کله له ځان سره فکر کوم چې نن سبا سعدي وی نو هغه په څه کول او په دې حالاتو کښې به یې څه لیکل؟ بې شکه چې زړه به یې د خلکو مینې ته سپاره. د هغوي غم له به یې اوږه ورکوله. د هغوي زړه سوزونکې کیسې به یې اوریدلې او انسان ته به یې د سرشیندنې، قربانۍ او مینې ښوونه کوله.
هم داشان په دمشق کښې د وچ کالۍ هغه ستره پیښه چې حتی له خلکو څخه یې عشق او مینه هم هیره کړې وه او سعدي یې په اړه وویل:
چنان قحط سالی شد اندر دمشق / که یاران فراموش کردند عشق / چنان آسمان بر زمین شد بخیل / که لب تر نکردند زرع و نخیل
دغه کیسه د انسان د ژوند کیسه ده. زمونږ د ننیو حالاتو بیانونکې ده خو په یو بل نوم او یو بل رنګ و بو سره. هغه وخت یې نوم قحطي او وچکالي وه او نن سبا یې نوم دی (کرونا). خو نتیجه یې یوه ده یعنې، لوږه، بې وزلي، یوازیتوب او مړینه. نو څه کول پکار دي؟
سعدي وايي، قحطي او وچکالي دومره زیاته وه چې چینې وچې شوې او په خلکو باندې لوږه او ناروغۍ مسلط شوې. فقر او بې وزلي پراخه شوه او ډیر خلک مړه شول او ډیر ماشومان یتیمان او بې سرپرسته شوه.
در آن حال پیش آمدم دوستی /از او مانده بر استخوان پوستی/بدو گفتم: ای یار پاکیزه خوی/چه درماندگی پیشت آمد؟ بگوی
د سعدي په باور په دغه شان حالاتو کښې یو انسان څنګه بې تفاوته او او د خلکو له رنځ او کړاونو بې غمه په سوکالتیا او راحته کښې پاتې کیدې شي؟
نبینی که سختی به غایت رسید /مشقت به حد نهایت رسید؟ /من از بینوایی نیم روی زرد/غم بینوایان رخم زرد کرد/نخواهد که بیند خردمند، ریش (= زخم)/نه بر عضو مردم، نه بر عضو خویش
په دې سختۍ او پریشانۍ کښې چې خلک ورسره مخامخ دي، څنګه بې فکره، سوکاله او خوښ کیدې شو؟ څنګه کیدې شي چې هره ورځ په دې نړیوالې ناروغۍ باندې د اخته کسانو د شمیر د زیاتیدو خبر واورو، د نړیوالې ټولنې استصال ووینو، په نړیواله سویه د هر څه د بندیدو، د سخت اقتصادي زوال او د نړۍ د خلکو د سترې برخې د بیکاره کیدو خبرونه ولولو او پروا مو نه وي؟ کله چې نور خلک وږې وي مونږ څنګه په مړه خیټه ډوډۍ خوړې او په خوښیو کښې ډوبیدې شو؟
چو بینم که درویش مسکین نخورد/ به کام اندرم لقمه زهر است و درد
د سعدي تعلیمات د ټول بشریت لپاره دي که هغه په هر مقام او موقعیت کښې وي. د هیوادونو چارواکي او مسئولانو ډیرې درندې دندې په غاړه لري. هغوي باید د خلکو د ګټو ساتونکې وي او د هغوي سوکالي او هوساینه برابره کړي ځکه چې د هیوادونو ټوله پانګه او اډانه د هغه ټاټوبي د خلکو د زیار او محنت ګټه ده او سوکالتیا او هوساینه ترټولو وړوکې انساني حق دی.
رعیت نشاید به بیداد کشت/که مر سلطنت را پناهند و پشت/مروت نباشد بدی با کسی/کز و نیکوی دیده باشی بسی
سعدي په خپل بوستان نومې کتاب کښې په یو بل حکایت کښې د یوې آییډیل او مثالي ټولنې یوه بیلګه وړاندې کړې ده. د هغې ټولنې چې پاچا یې د سختۍ او مصیبت په وخت د خلکو په فکر کښې دی او خیال یې ساتي. هغه زمونږ ته رازده کوي چې په ټولنه کښې په رامینځته کیدونکو سختیو او مصیبتونو کښې باید له خپلو ترټولو ارزښتناکو پانګو هم تیر شو ځکه چې شریف انسان د بل انسان د سختۍ د لیدلو توان نه لري.
یکی از بزرګان اهل تمیز/حکایت کند ز ابن عبدالعزیز/که بودش نگینی در انگشتری/فرو مانده در قیمتش جوهری (= گوهر فروش)
په یوه زمانه کښې ډیره ستره وچکالي راغله او خلک د لوږې او بې وزلې له امله پرله پسې مړه کیدل. باچا حکم ورکړ چې د ده د (ګوتې) غمې وپلورل شي او هغه پيسې دې په اړمنو کسانو ولګول شي.
چو در مردم آرام و قوت ندید / خود آسوده بودن مروت ندید /بفرمود و بفروختندش به سیم/که رحم آمدش بر غریب و یتیم.../که زشت است پیرایه بر شهریار/دل شهری از ناتوانی فگار/نکردند رغبت هنرپروران/به شادی خویش از غم دیگران
خلکو او د هغوي ستونزو ته پاملرنه یو خوښ کار او د انسان د ژوند لازمه ده. مونږ په یوې داسې زمانې کښې ژوند کوو چې په خواشینۍ سره انسان د مشیني ژوند په څرخو کښې ګیر شوې دی او عمر یې د معاش په لټون کښې تیریږي. زمونږ ورځې له لمرخاته مخکښې پیلیږي او په نیمه شپه په ډیرې ستړیا او ستومانۍ سره پاې ته رسیږي. څوڅو ورځې او شپې تیرې شوې بې له دې چې پوه شو نتیجه او مقصد مو څه دی. تر ننه پورې چې د یو وایرس په راتلو سره، ناڅاپه ټوله نړۍ ودریدله. د کارخانو څرخه بنده شوه، په ښارونو کښې او د ښارونو ترمینځ او له هیواده بهر تګ راتګ او ټرانسپورټ ودریده ته به واې ګني نړۍ هک حیرانه پاتې شوې وي. ښايي دا ورځې داسې تعبیرولې شو چې انسان ته یو فرصت ورکړې شوی چې ځان او خپلې جوړې کړې دنیا ته ځیر شي.
د خلکو یوه وړه برخه د درملیز ستاف په توګه په خپل ټول توان او وجود سره ډګر ته راغلې ده خو نور خلک څه کوي؟
ستر شاعر سعدي ته رجوع کوو او هم هغه ډول چې له هغه مو زده کړې دي، له هغو ټولو کسانو چې وس لري، غواړو چې په دې حالاتو کښې د بې وزلو او اړمنو مرسته وکړي.
نخواهی که باشی پراکنده دل/ پراکندگان را زخاطر مهل  (ص 159 بوستان)
به حال دل خستگان در نگر / که روزی تو دلخسته باشی مگر
نه خواهنده ای بر در دیگران / به شکرانه ، خواهنده از در مران (بوستان/  ص 160)
ره نیک مردان آزاده گیر / چو استاده ای دست افتاده گیر  ( بوستان ص171)
به احسانی آسوده کردن دلی / به از الف رکعت به هر منزلی    ( بوستان ص 172)
یاد یې ژوندی او تعلیمات دې د بشریت د لارې څراغ وګرځي.
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: