IQNA

13:03 - June 26, 2020
د خبر لمبر: 3483303
تهران (ایکنا) -د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه هیواد په خاوره کښې د ترهګرو لپاره د امن ځایونو د شتون په هکله د امریکا له کینې څخه ډک راپور رد کړ .

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت پرون مازیګر په یوې (۱) خبرپاڼه کښې له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې د اسلام اباد په رول باندې د واشنګټن  په سترګو پټولو خواشینۍڅرګنده کړه او ویې ویل پاکستان د ترهګرو ډلو تر نابودۍ پورې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي .

په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي امریکا په داسې حال کښې پاکستان د ترهګرو ډلو لپاره د امن ځای په توګه ګڼي چې واشنګټن د داعش ترهګرې ډلې  ملاتړی دی او اسلام اباد د ترهګرو ډلو لخوا له جدي ګواښ سره مخ دی .

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه (۱) راپور کښې ادعا وکړه چې پاکستان هماغه راز د ترهګرو ډلو امن پناه ځای دی او دغه ترهګرې ډلې د اسلام اباد په ملاتړ سره د افغانستان او د هندوستان په خاورو بریدونه کوي .

i91043

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: