IQNA

23:39 - June 26, 2020
د خبر لمبر: 3483306
تهران (ایکنا) - د پاکستان د بشري حقوقو وزیره د نورو هیوادونو په وړاندې د امریکا پر لاس وهونکي سیاست نیوکه کړې.

د پاکستان د بشري حقوقو وزیره شیرین مزاري د اسلام اباد او بیجینګ تر مینځ په ګډو اقتصادي هڅو کې د واشنګټن د لاس وهنو او د پاکستان د نوې بودیجې په اړه د امریکا د ادعاو په غندلو سره وویل: د امریکا لاس وهونکي سیاستونه به له ماتي سره مخ شي.

د پاکستان د بشري حقوقو وزیره زیاته کړه: نړیوال نظم تغییر مونډلئ او هغه کسان (آمریکا) چي په نورو هیوادونو کې د اغېزمنتیا په لټه کې دي لومړی دي نوی نړیوال خوځښت درک کړي.

د پاکستان خارجه وزیر هم تېره ورځ د یوې بیانيې په صادرولو سره د ټروریزم په اړه د امریکا د خارجه وزارت د نوی راپور په غندلو سره د واشنګټن څخه یې وغوښته چي د ټروریزم د نړیوال ګواښ په اړه سمه لیدلورۍ خپله کړي.

پارس ټو ډۍ

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: