IQNA

23:14 - June 30, 2020
د خبر لمبر: 3483334
تهران (ایکنا) - د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر غړي موسی ابو مرزوق د کورواکه تشکیلاتو په مشر محمود عباس غږ وکړ د اسرائیلو لخوا د اردن سین د لویدیځې غاړې د ځینو سیمو د یوځاې کولو له اقدام سره د مقابلې لپاره د واحد پروګرام د جوړولو لپاره ملي غونډه ترسره کړي .

هغه وویل حماس غورځنګ له نیواک ټاټوبي یعني اسرائیلو سره د اردن سین د لویدیځې غاړې د نورو سیمو د یوځاې کولو له پلان سره د مقابلې لپاره له ډیرو اسلامي او عربي هیوادونو سره تماسونه لرلي دي او د یوه(۱) جامع ملي پروګرام د جوړولو هڅه کوي .

ابو مرزوق هیله وکړه چې له نیواک ټاټوبي سره د اردن سین د لویدیځې غاړې د نورو سیمو د یوځاې کیدا پلان په ټولو موجودو اوزارونو او د اسلامي هیوادونو او د فلسطیني ډلو لخوا د واحد پروګرام په غوره کولو سره له ماتي سره مخ شي .

صهیونیسټ رژیم نیت لري د امریکا د پیړۍ د معاملې د پلان پراساس د روان میلادي کال د جولاۍ له لومړۍ(۱) نیټې څخه له نیواکي سیمو سره د اردن سین د لویدیځې غاړې د ډیرو سیمو د یوځاې کولو کار پیل کړي چې پکښې اردن دره او  لویدیځې غاړې کښې ټول صهیونیسټ میشته ښارګي شامل دي .

تهران راډیو

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: