تهران (ایکنا)د پاکستان وزيراعظم له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو په بحالولو کښې د ځينو عربو هېوادونو اقدام وغندۀ.

عمران خان نن له اماراتو نه پس له صهيونېسټ رژيم سره د بحرين د تعلقاتو د بحالولو په ردعمل کښې وويل، اسلام آباد به هيڅکله د فلسطين له آئيډيالونو سره مخالفه فېصله ونه کړي.
د پاکستان وزيراعظم يو ځل بيا د صهيونېسټ رژيم په خلاف او غاصب رژيم په رسميت نه پېژندلو په اړه په خپل پرېکنده دريځ تاکيد وکړ او زياته يې کړه، د پاکستان حکومت او خلق تل له فلسطيني ملت څخه ملاتړ کوي.