IQNA

د مسلمانانو د وحدت لپاره د علامه اقبال درد د اسلامي نړۍ نننۍ اندیښنه ده

22:01 - November 09, 2020
د خبر لمبر: 3483793
تهران (ایکنا) - د ایران د بهرنیو چارو وزیر هغه درد چې علامه اقبال لاهوري د مسلمانانو د وحدت لپاره احساس کوه، د اسلامي نړۍ اونۍ اندیښنه وبلله.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر هغه درد چې علامه اقبال لاهوري د مسلمانانو د وحدت لپاره احساس کوه، د اسلامي نړۍ اونۍ اندیښنه وبلله.
محمد جواد ظریف نن په اردو ژبه یو ټویټ کښې، د علامه اقبال د یو انځور په خپرولو سره ولیکل: علامه اقبال د اسلامي نړۍ ویاړ، د اسلامي نړۍ پوه او نړیوال شاعر او شخصیت دی او کوم درد چې یې د مسلمانانو د یووالي لپاره احساس کړ هم هغه نن سبا د اسلامي نړۍ اندیښنه ده.
ظریف هم داشان ټولو پاکستانیانو ته د (اقبال د ورځې) مبارکي ورکړه.
د ویلو ده چې د د پاکستان د قومي شاعر او مسلمان متفکر علامه محمد اقبال د زوکړې کلیزه یعنې د نومبر د میاشتې نهمه نیټه د اقبال د ورځې په توګه نوموله شوې ده.
تهران راډیو
captcha