
په پنتاګون کې تر وروستیو بدلونونو وروسته داسي اندېښنې پیدا شوي ګواکې ټرامپ غواړي د افغانستان وضعیت ته په بې غوړۍ سره افغان دولت یوازې پریږدي او د دې هیواد څخه ټول امریکایي ځواکونه وباسي.
د نیویورک ټایمز د راپور سره سم، امریکایي چارواکي له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره په چټکو هڅو بوخت دي.
ورځپانې زیاتوي چي ټرامپ ډیري زمني او وعدې وکړې خو داسي معلومیږي چي غواړي د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو ژمنه هرو مرو عملي کړي. په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قومندان سکاټ میلر دمګړي په امریکا کې دی او د امریکایي ځواکونو د ایستلو پر مهال وېش بحث کوي.
د پنټاګون ټوله هغه رهبري بدله شوې چې له افغانستان یې په بېړنۍ توګه د سرتېرو له ایستلو سره مخالفت کاوه، په سر کې یې د دفاع مخکینی وزیر مارک ایسپر و، چې له افغانستان یې د ټولو سرتېرو د ایستلو مخالفت کاوه.
د امریکا د دفاع پخوانی وزیر مارک اسپېر چې څو ورځې وړاندې د ټرمپ لخوا له دندې ګوښه کړل شو، وایي د افغانستان په بېړه د سرتېرو ایستل خطرناکه دی نو ځکه ټرمپ ته په کار ده چې له خپلو عجولانه پرېکړو په شا شي.
دا په داسي حال کې دی چي په دوحه کې د طالبانو او افغان دولت تر مینځ خبري اترې روانې دي، کارپوهان په دې باور دي چي د ټرامپ اقدامات د افغان دولت د کمزوري کېدو سبب ګرځېدلی او طالبانو ته د فوځي بریا سیګنالونه ورکوي.