
د والي ویاند وویل په دې عملیاتوکې ملکی وګړو او امنیتی ځواکونو ته مرګ ژوبله نده اوښتي او ګڼ شمیر سیمی دهغوې له شتونه پاکې شوي دي .
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دی ویلي .
بل پلو دنن ګرهار ولایت په تورخم سرحدي ښارګوټي کې دافغانستان او د پاکستان د پوله ساتو ځواکونو تر منځ د لفظي شخړې له امله دڅو ساعتونو لپاره دتورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ او باروړنکو وسایطو پر مخ وتړل شوه .
په تورخم کې دافغان پوله ساتو چارواکي وایي پاکستاني لورې غوښتل د ډیورند پولې ته څیرمه نوي تاسیسات جوړ کړي چې دوې یې ممانعت وکړ. دننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼی وایی دافغانستان د ملي امنیت شورا یو لوړ پوړی پلاوی د دې پیښی د څيړنې په موخه جلال اباد ته رااستولی دی په تورخم کې د افغانستان او د پاکستان د پوله ساتو ځواکونو تر منځ دا لفظي تاوتریخوالی داسی مهال رامنځته کیږي چې تیره ورځ دپاکستان لومړي وزیر ددواړو هیوادو تر منځ داړیکو ښه کیدو او ترینګلتیا د له منځه وړلو په موخه کابل ته سفر کړی و .
تهران راډیو