د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي نن د درو واړو قواؤ له مشرانو او داقتصادي غږملتیا د لوړې شورا له غړو سره په کتنې کې ، بندیزونه د ایران په ضد دامریکا او دهغې داروپائي شریکانو د جنایت او تراخۀ واقعیّت په توګه بللي او فرمائيلي ئې دي ؛ دغه جنایت کلونه کیږي ، چې د ایران دملت په ضد ترسره کیږي ،خو په وروستیو درو کلونو کې لازیات شوی دی .
حضرت آيت ا... العظمي سید علی خامنه اي پر بندیزونو د غلبې او دهغو د بې اغیزه کونې لارې ته په اشارې سره ووئیل ، دغه لاره ممکنه ده ، د کار په پیل کې سختیانې او مشکلات ولرل شي ، خو په زیار او نوښت سره او د مشکلاتو په مقابل کې په کلکې دریدا سره پر بندیزونو غلبه کیدلی شي او مقابل لوری د بندیزونو بې اغیزوالی کله وګوري ،نو پخپله به سوکه سوکه له بندیزونو لاس واخلي .
دوي په دې خبرې په ټينګار سره چې باید داسې وګڼل شي ، چې له بهره هیڅ ستونزه نه حل کیږي ، ووئیل،هغه کسان چې دوي ته ځيني د تمې سترګې نیسي ، ددوي داخلی شرائط هیڅکله هم روښانه نه دي او د دوي په خبرو هیڅ اعتبار او پلانونه نشي کیدلی.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز د درو اروپائي هیوادونو وروستیو چټیاتو ته اشاره کړې او وئيلي ئې دي،دوي په داسې حال کې چې دسیمې په مسئلو کې تر ټولو زیاتې کرغیړنې لاسوهنې لري،ایران ته وائي ، په سیمې کې دخالت مه کوئ او په داسې حال کې چې انګلستان او فرانسه ویجاړنوکي ایټمي توغندي لري،او جرمني هم په دې لاره ځي ، اسلامی ایران ته وائي ، توغندی ونه لرئ .
تهران راډیو