IQNA

د خواف-هرات ریل لاره د ایران او افغانستان لپاره مهمه بریا ده

18:09 - November 26, 2020
د خبر لمبر: 3483841
تهران (ایکنا) - د ایران د خارجه وزارت ویاند د خواف-هرات د ریل لارې بشپړیدل او پیلیدل د ایران او افغانستان دواړو هیوادونو لپاره یوه ستره او مهمه بریا وبلله.
د ایران د خارجه وزارت ویاند د خواف-هرات د ریل لارې بشپړیدل او پیلیدل د ایران او افغانستان دواړو هیوادونو لپاره یوه ستره او مهمه بریا وبلله.
سعید خطیب زاده نن په کابل کښې وویل: د خواف او هرات ریلي لاره افغانستان د ایران له لارې له اروپا سره نښلوي او د سوداګرو لپاره د شیانو په انتقال کښې زیاتره راکړې ورکړې به اسانې کړي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دې ټکي ته په اشارې سره چې د افغانستان او ایران په سرحدونو کښې نن سبا ډیر ټرکونه او لارې داخلیدو ته په انتظار کښې پاتې کیږي او ځینې په کښې د تګ راتګ لپاره له ستونزرو سره مخامخ کیږي، زیاته کړه: د (خواف-هرات) ریل لاره به په سیمه کښې د پایدارې پراختیا سبب شي.
تهران راډیو
captcha